پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه هېواد د ډیجیټلي نړۍ سره د لا پراخو اړیکو په برخه کې مهم پرمختګ کړی او د نړۍ په کچه یو مهم سمندري کېبل «سبمیرین کېبل» کراچۍ ته رسېدلی دی. د نړۍ په کچه دا سمندري کېبل «CMV-6» د کراچۍ په هاکس بې ساحل کې خپل ځمکنی مرکز ته رسول شوی دی.
د راپورونو له مخې، د کېبل اېښودلو مراسم د هاکس بې په ساحل کې ترسره شول.
د معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت د ویاند په وینا، دا کېبل ټولټال ۲۱،۷۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، له سنګاپور څخه پیل شوی او تر فرانسې پورې رسېږي، چې د دې لارې په مهمو ځایونو کې د کراچۍ یو مهم مرکز هم شامل دی.
تمه ده، چې د دې کېبل په وسیله پاکستان به د نړۍ سره د قوي ډیټا اړیکو له لارې ونښلول شي او له یو شمېر هېوادونو سره به یې اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

