سویسي ساینس‌پوهانو د شګې په اندازه داسې روباټ جوړ کړی چې کولای شي درمل تر ټاکلي ځای ورسوي

AP ۱۴۰۴ لیندۍ ۳

واشنګټن پوسټ لیکلي، چې د سویس ساینس‌پوهانو یو داسې مایکرو روباټ جوړ کړی، چې اندازه یې د شګې د دانې سره برابره ده او د مقناطیسي ساحې په وسیله کنټرولېږي.

د راپور له مخې، دغه کوچنی روباټ کولی شي د وینې رګونو او یا د دماغي مایعاتو له لارې حرکت وکړي او درمل د بدن دقیقې برخې ته ورسوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا پرمختګ د دې لپاره طرحه شوی چې د درملو سخت جانبي عوارض کم کړي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، ساینس‌پوهان باور لري چې دا مایکرو روباټ کولای شي د ځانګرو درملنو لپاره په طبابت کې نوی بدلون رامنځته کړي.

نور خبرونه

رادیو