د اتریشي هنرمند ګوستاو کلیمټ یو اثر د سېشنبې په ورځ په نیویارک ښار کې په ۲۳۶ مېلیون ډالره وپلورل شو، چې دا د نړۍ دویم تر ټولو ګران بیه اثر شو. دغه نقاشي د ویانا د یوې شتمنې کورنۍ د لور الیزابت لیدر په نوم ده، چې د ۱۹۱۴ او ۱۹۱۶ کلونو پورې تړاو لري.
د کلیمټ یو بل اثر هم تر دې وړاندې په ګرانه بیه پلورل شوی و؛ د هغه یوه نقاشي په ۲۰۲۳کال کې په لندن کې په شاوخوا ۱۰۸ مېلیون ډالره وپلورل شوه.
تر ټولو ګران بیه اثر د «لیونارډو دا ونسي» په نوم د سالویټر مونډي دی، چې په ۲۰۱۷کال کې په ۴۵۰ مېلیون ډالره وپلورل شو.

