د کلاوډ فلیر د تخنیکي ستونزو له امله ګڼې نړیوالې انټرنېټي پاڼې له کاره ولوېدې

پرون

د انټرنېټ د نړۍ د مهمو خدماتو یو مخکښ بنسټ کلاوډ فلیر له څو ساعتونو راهیسې له تخنیکي ستونزې سره مخ و، چې له امله یې د اېکس په ګډون ګڼ شمېر مشهورې نړیوالې انټرنېټي پاڼې او اپلیکیشنونه له کاره لوېدلي وو.

د کلاوډ فلیر خدماتو کې د تخنیکي ستونزو له امله د سې شنبې په ورځ ایکس ، چټ جي پي ټي، او ګڼو نورو نړیوالو پاڼو او اپلیکیشنونو کار پرېښود.

د کلاوډ فلیر یوه چارواکي ویلي، چې شرکت د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي او وایي چې معلومات به یې ژر تر ژره خپاره کړي. دمګړۍ دغه ستونزې اوارې شوې دي، خو له پرې کېدو او وصل کېدو سره مل دي.

ډاون ډیډيکټر ویبپاڼه، چې د انټرنېټي خدماتو د وضعیت څارنه کوي، هم د دې ستونزې له امله له مشکلاتو سره مخ وه.

دغې ویبپاڼې ویلي چې اغیزمنو کاروونکو ته یوې ویبپاڼې ته د ننوتلو په وخت کې د سرور تېروتنې پیغام ښودل کېږي، چې پکې ویل شوي: «په کلاوډ فلیر شبکه کې له داخلي سرور څخه تېروتنه شوې ده. مهرباني وکړئ څو دقیقې وروسته بیا هڅه وکړئ.»

ویبپاڼې زیاته کړې، دا وضعیت، چې د نړیوالو انلاین خدماتو د بېړني ځنډ لامل شوی، د انټرنېټ د کاروونکو لپاره یو لوی خنډ دی.

نور خبرونه

رادیو