د کمبرېج پوهنتون څېړنه؛ لیکوالان اندېښمن دي چې مصنوعي ځیرکتیا به یې ځای ونیسي

AP ۱۴۰۴ لړم ۳۰

د کمبرېج پوهنتون یوه نوې څېړنه ښيي، ۵۱ سلنه برېتانوي لیکوالان اندېښمن دي چې مصنوعي ځیرکتیا به یې ځای ونیسي. دغه څېړنه په برېتانیا کې له ۳۲۲ لیکوالانو سره د مرکو پر بنسټ شوې ده.

له دې ډلې دوه پر درېیمه برخه لیکوالانو ویلي، چې د دوی اثار د مصنوعي ځیرکتیا د ماډلونو د روزنې لپاره کارول شوي دي. په دې توګه، مصنوعي ځیرکتیا به وکولای شي چې د دغه لیکوالانو د سبک او ادبیاتو په تقلیدولو سره نوي داستانونه تولید کړي.

د راپور له مخې؛ ډېری ناول لیکونکي د مصنوعي ځیرکتیا له‌خوا د بشپړ ناول لیکلو مفکورې په اړه خورا منفي نظر لري. شاوخوا ۴۰ سلنه یې په دې باور دي، چې مصنوعي ځیرکتیا د دوی عاید لا دمخه کم کړی دی.

نور خبرونه

رادیو