جغرافیا او تبلیغات؛ د ایکس (X) نوې ځانګړنې د خلکو اصلي ځایونه رابرسېره کړل

AP ۱۴۰۴ لیندۍ ۶

ټولنیزې شبکې ایکس تازه داسې نوې ځانګړنه فعاله کړې ده چې د کاروونکو موقعیت ښيي.

دا ځانګړنه خلکو ته د واکمنو د پټو فعالیتونو او هغو لګښتونو رازونه بربنډوي چې دوی یې په تبلیغاتي جګړو لګوي.

افغانستان انټرنشنل د یو شمېر سیاسي څېرو د طالبانو د چارواکو، د هغوی د پلویانو او د پخواني حکومت د لوړپوړو چارواکوپاڼې کتلې دي، چې له دې نوې ځانګړنې سره تازه معلومات د هغوی د اوسېدو ځایونه څرګندوي.

دا ځانګړتیا هغه کاروونکي رسوا کوي چې ځانونه په افغانستان یا بل هېواد کې ښيي، او داسې فعالیتونه کوي چې د همغه هېواد اړوند محتوا خپروي، خو د دوی حساب بل ځای ښيي.

زموږ څېړنې ښيي چې د اروپا له ځینو هېوادونو لکه برېتانیا، فرانسې، هالنډ او نورو څخه ګڼ شمېر پاڼې د طالبانو په ګټه منظم تبلیغ کوي.

د ذبیح‌الله مجاهد حساب د امریکا له خاورې اداره کېږي

نوی فیوچر ښيي چې د طالبانو د مشر ویاند ذبیح‌الله مجاهد حساب چې له یو میلیون زیات تعقیبوونکي لري د امریکا له متحده ایالاتو اداره کېږي.

دا حساب له ۲۰۱۷ کال راهیسې فعال دی.

تر اوسه د مجاهد د امریکا سفر کوم راپور نشته خوښايي دوه حالتونه وي: یا به په امریکا کې څوک د هغه حساب چلوي، یا به هغه وروستیو کې له امریکا نه خپل ته حساب ننوتی وي.دا امکان هم شته چې نوموړی VPN کاروي.

هېبت‌الله اخوندزاده ته منسوب ویاند آیفون کارويهغه موبایل چې د نړۍ یو له تر ټولو پرمختللو او ګران بیو وسایلو څخه دی. طالبان عموماً د لوېدیځ له ټکنالوژۍ او تجمل څخه ځان لرې ښکاره کوي خو آیفون د لوېدیځ د تجمل سمبول ګڼل کېږي.

د ملا برادر ددفتر اکاونټ له برېټانیا مدیریت کېږي

د نوې ځانګړتیا له مخې د ملا عبدالغني برادر دفتر رسمي حساب د انګلستان له خاورې اداره کېږي په داسې حال کې چې د هغه دفتر د لندن کوم سفر نه دی اعلان کړی.

په مسکو کې د طالبانو سفارت پاڼه له اتریش اداره کیږي

همدا راز د طالبانو د سفارت حساب چې د مسکو په نوم فعال دی، د اتریش له خاورې اداره کېږي، او د اپل اپ‌سټور له لارې د امریکا په نوم ثبت دی.

د احمدالله وثیق حساب هم د امریکا له خاورې ښکاري.

د طالبانو د المرصاد ځای منځنۍ اسیا ښيي او د اپل سټور له لارې په شمالي امریکا کې ثبت دی.

د طالبانو د تبلیغ کوونکو نښې اروپا کې

زموږ څېړنې ښيي چې ګڼ شمېر طالب پالي حسابونه د اروپا له هېوادونو فعال دي.

د «عبدالسلام مجاهد» په نوم کاروونکی چې د ملا یعقوب انځور یې پروفایل کې دی په فرانسه کې فعال ښودل کېږي دا حساب پنځه ځله نوم بدل کړی.

د حافظ انس حقاني ویناوي حساب د فرانسې له خاورې ښودل کېږي او د انس حقاني خبرې او عکسونه خپروي.

د اسلامي امارت په نوم حساب په اروپا کې فعال دی او د طالبانو محتوا خپروي.

لسګونه نور حسابونه هم په اروپا او عربي هېوادونو کې فعال دي چې هره ورځ د طالبانو د ستاینې لپاره زرګونه لیدنې اخلي.

د نوې ځانګړتیا له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند عبدالقهار بلخي حساب د هند له خاورې فعال دی.

نوموړی د نومبر په لومړیو کې د پاکستان سره د خبرو اترو لپاره په استانبول کې و خو وروسته یې موقعیت هند او بیا افغانستان و.

دا موضوع ځکه مهمه شوې چې پاکستان ادعا کوي طالبان له هند سره ګډ کار کوي څو د پاکستان ضد وسله‌والې ډلې پیاوړې کړي.

په وروستیو کلونو کې د طالبانو او هند اړیکې بې‌ساري تودې شوې دي.

د پخواني حکومت د چارواکو حسابونه

افغانستان انټرنشنل د پخواني حکومت د چارواکو پاڼې هم لیدلې دي.

د اشرف غني حساب د هالنډ له ځایه ښودل کېده خو څو ساعته وروسته برېتانیا ته واوښته سره له دې چې هغه په اماراتو کې اوسیږي.

د اپل اپ‌سټور له مخې د هغه حساب د برېټانیا له خاورې وصل دی.

د عبدالله عبدالله حساب هم برېټانیا ښودل کېږي سره له دې چې نوموړی په کابل کې دی او نوي‌ډیلي ته تګ راتګ لري.

د حنیف اتمر حساب د جرمني له ځایه ښودل شوی.

د احمد مسعود او امرالله صالح حسابونه د منځنۍ آسیا د یوه هېواد له خاورې فعال ښکاري چې احتمالاً تاجیکستان دی.

د خطا امکان

د نوې ځانګړتیا په لومړیو ساعتونو کې ځینو کاروونکو د موقعیت دقت تر پوښتنې لاندې کړ.

ایکس خبرداری ورکړی چې دا معلومات کېدای شي د VPN سفر یا لنډمهاله اقامت له امله بدل ښکاره شي.

سره له دې چې د ایکس د محصول مشر نیکیتا بیر ویلي: دا معلومات ۹۹ سلنه دقیق دي

ایکس دا ځانګړتیا د شفافیت د زیاتوالي لپاره فعاله کړې ده او غواړي هغه کسان وپېژني چې د جعلي هویتونو په کارولو سیاسي اهداف پر مخ وړي.

په امریکا کې هم ډېر حسابونه چې ځانونه امریکا کې ښيي په حقیقت کې د هند تایلنډ او بنګله‌دیش خاورېکې فعال وو.

دا مفکوره له ۲۰۱۸ راهیسې موجوده وه خو د پخوانیو کارکوونکو په وینا څو ځله رد شوې وه.

تر دې وړاندې کاروونکي خپل موقعیت پخپله ټاکلای شو.

تر اوسه روښانه نه ده چې ایکس د کاروونکو د موقعیت معلومولو لپاره کوم معلومات کاروي.

نور خبرونه

رادیو