معترضې مېرمنې: افغانستان کې د «ماشومانو ودونو» او «ماشومو مېندو» کچه د ودې په حال کې ده

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۷

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، په افغانستان کې د «ماشومانو ودونو» او «ماشومو مېندو» کچه د اندېښنې وړ ودې په حال کې ده، چې د میلیونونو نجونو لپاره په یوې «تراژیدۍ» بدله شوې ده.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په تېرو څلورو کلونو کې د کم عمره نجونو د جبري او له وخته مخکې ودونو په شمېر كې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ او د جنسیتي توپیر د سیستماتیک رژیم لاندې هغه نجونې چې لا د ځوانۍ په درشل کې دي، جبري ودونو ته اړ اېستل کېږي، ان دوی سپین ږېرو نارینه‌وو ته په نکاح کېږي.

دوی وايي، دغه نجونې ډېر ژر پرته له کوم فزیکي یا رواني چمتووالي د مور کېدو مرحلې ته داخلېږي او «په ماشومو مېندو» بدلېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه نجونې نه یوازې دا چې د زده‌کړو، ودې او ان له خپلو ماشومانه لوبو بې برخې دي؛ بلکې د کم عمره ودونو، له وخته وړاندې زېږون، سختې بې وزلۍ، کورني تاوتریخوالي او د ټولنیزې انزوا له سختو پایلو سره هم مخ دي.
خبرپاڼه په نیوکې سره وایي، په دې برخه کې د قربانیانو د پراخه شمېرو سره، سره نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو نړۍوالو ملاتړو سازمانونو تر اوسه پورې په افغانستان کې د دغه بشري ناورین د مخنیوي لپاره کوم پرېکنده اقدام نه دی کړی.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، افغان ښځې او په ځانګړې توګه هغه مېلیونونه نجونې چې د کم عمره ودونو او د ماشوم زېږولو له ګواښ سره مخ دي؛ د نړۍوالې ټولنې پیوستون ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري او د دوی پیغام خورا روښانه دی: « موږ یوازې مه پرېږدئ، د طالبانو ملاتړ مه کوئ!»

نور خبرونه

رادیو