د ټي ټي پي په یوه برید کې ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۷ نور يې ټپيان دي

۶ ورځې مخکې

خراسان ډایري د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د تحریک طالبان پاکستان په یوه برید کې د یوه پاکستاني افسر په ګډون ۴ پوځيان وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان دي.

ټي ټي پي د پاکستاني پوځيان د بلاک ډلې پر یوې پوستې لومړی ډرون او وروسته وسله وال برید کړی.

پاکستاني رسنۍ خراسان ډايري د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د امنيتي سرچینو له قوله ويلي، چې د تحریک طالبان پاکستاني د شمالي وزيریستان د سنګم په سیمه کې د شوال او انګور اډې ترمنځ د پوځيانو پر يوې پوستې برید کړی.

په خبر کې ویل شوي، چې په دې برید کې د یوه پوځي افسر په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د رسنيو د معلوماتو له مخي، وسله والو برید کوونکو هڅه کوله چې پوسته ونیسي او یو شمېر پوځیان هم له ځان سره یو سي؛ خو له مقاومت سره مخ شوي او شاتګ یې کړی دی.

تر اوسه په دې اړه د پاکستان امنیتي مسوولینو او دغه وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو