طالبان: د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د رمپ پراخولو ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوې

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، چې د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د رمپ پراختیا پروژې د پام وړ پرمختګ کړی او اوس یې ۸۵سلنه چارې بشپړې شوې دي. دغه پروژه، چې د یاد وزارت له لوري پیل شوې، څه کم ۹۱میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی دی.

دغه وزارت زیاتوي، چې د یادې پروژې موخه د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر رمپ د نړیوالو معیارونو مطابق جوړول دي، څو هم مسافرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي او هم د الوتکو د خوندیتوب او منظم تګ راتګ زمینه لا ښه شي.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت چارواکي وایي، چې د پروژې کارونه له مهالوېش سره سم پر مخ روان دي او تمه ده ډېر ژر بشپړه شي.

نور خبرونه

رادیو