افغان توکمه اسټرالیایي د بشري حقونو فعال، انځورګر او فلم جوړونکي مظفر علي د «افغان نجونو او کډوالو ماشومانو د زدهکړو په ملاتړ» د بایسکل اوږد مزل پیل کړی دی.
د اسټرالیا په پلازمېنه کې د افغانستان سفارت وایي، مظفر علي له کویینزلنډ ایالت څخه پر خپل بایسکل سپور شوی او د سوېلي اسټرالیا پر لور روان دی.
هغه د دغه سفر پر مهال د افغان ښځو پر وضعیت خلک خبروي او د هغوی د حقونو لپاره غږ پورته کوي.
د افغانستان سفارت د (غبرګولي ۱۰مه) د شنبې په ورځ په خبرپاڼه کې لیکلي: «هغه دا مزل (د غبرګولي په ۹مه) پیل کړی او ټاکل شوې، چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي. نوموړی له مالیني ښار څخه اډیلایډ ښار ته روان دی.»
مظفر علي دغه نوښت د هغه ښوونیز مرکز د لس کلن کېدو په ویاړ پیل کړی، چې نوموړي په ۲۰۱۴ کال د اندونیزیا په خاوره کې د افغان کډوالو لپاره جوړ کړی و.
هغه به د سفر پر مهال له ولسي خلکو سره وویني او د افغان ښځو د شته کړاوونو او وضعیت په تړاو به خلکو ته مستند فلمونه هم وړاندې کړي.
همداراز تمه ده، چې مظفر علي به د دغه سفر په اوږدو کې د بېلابېلو ښوونځیو زدهکوونکو ته د افغان ښځو د هيلو، مبارزې او استقامت په اړه معلومات ورکړي.