د سوېلي خراسان والي سید محمد رضا هاشمي ویلي، چې د افغانستان د فراه او د ایران د دغه ولایت ترمنځ ګډې پولې د اړیکو، همکاریو، د صادراتو ډېرېدو او اقتصادي پراختيا لپاره ډېر مهم رول لوبولی شي.
د ایران اېراف خبري اژانس د راپور له مخې؛ په فراه کې د طالبانو والي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۰مه) د ایران سوېلي خراسان ولایت ته تللی و او هلته یې د دغه ولایت له والي تر څنګ له نورو ایراني چارواکو سره ګډه ناسته کړې ده.
تر دې دوه میاشتې دمخه سید محمد رضا هاشمي هم افغانستان ته تللی و، چې نوموړي خپل دغه پخوانی سفر مثبت یاد کړی او ویلي دي چې د همدې اړیکو په دوام په فراه کې د طالبانو والي ایران ته ورغلی.
د طالبانو تللی پلاوی به د ایران په بېرجند ښار کې له اقتصادي او تولیدي برخو څخه لیدنه وکړي.
د سوېلي خراسان د والي په وینا؛ دغه ډول ليدنې او سفرونه کولای شي د دواړو ګاونډيو ولايتونو ترمنځ د صادراتو د زياتوالي او د همکاريو د لا پراخېدو لامل وګرځي.
په فراه کې د طالبانو والي بیا د دغه سفر موخه د دوستانه اړيکو نوې ارزونه او د اقتصادي ننګونو څېړنه ياده کړې؛ تر څو عملي پايلو ته ورسېږي.
د اېرنا د راپور پر بنسټ؛ د طالبانو دغه پلاوي د ماهیرود په پوله کې د افغانانو د بهرنۍ پانګونې یو جوړ شوي واحد، د تېلو زېرمتون او د کېفیت د کنټرول یوې برخې څخه کتنه کړې ده.
همداراز د دغه سفر لپاره داسې پروګرامونه هم ترتيب شوي، چې پکې د ماهيرود د سرحدي بازار، د لمريزې برېښنا فابريکې، د «ستاره کيان» د څارويو خوراکي توکو فابريکې، د بيدمشک کرنيز او صنعتي کمپلېکس، د ساينس او ټکنالوژۍ پارک او د درملنې له مرکزونو څخه په کې ليدنه شامله ده.
په همدې حال کې د ستاره کيان شرکت د مديريتي بورډ مشر سيد حسين خيريه ويلي، چې ياد شرکت اوس په يوه ساعت کې د ۵۰ ټنه په اندازه د څارویو د خوراکي توکو د توليد ظرفيت لري او چمتو دی چې دغه محصولات افغانستان ته صادر کړي.
هغه دا هم زياته کړې، چې شرکت يې غواړي د پراختيايي طرحو په عملي کولو سره، خپل کلنی توليدي ظرفيت له ۱۲۰ زره ټنو څخه ۲۰۰ زره ټنو ته لوړ کړي.
ښاغلي خيريه دا هم ويلي، چې افغانستان کې د جوارو کرل کېدو لپاره تړون يو ښه سوداګريز فرصت ګڼل کېږي او دا کار کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخوالي لامل شي.
همداراز ويل شوي، چې د سوېلي خراسان ولايت ۸۵ سلنه صادرات او د ايران يو شمېر مهم صادرات افغانستان ته د ماهيرود (ابونصر فراهي) بندر له لارې تر سره کېږي.
طالبان په دې وروستیو کې د چین او روسیې سربېره له ایران سره هم نږدې شوي دي.
د دغو اړیکو بنسټ د ایران د هغو اندېښنو مجبوریت ګڼل کېږي، چې غواړي د طالبانو په موجودیت کې له افغانستانه د ورپېښو امنیتي ګواښونو مخه ډب کړي.