د راول والنبرګ په نامه د بشري حقونو انسټیټیوټ په خپل یوه نوي خپور کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې دولتي خدمتونو ته لاسرسی د قومیت، جنسیت، مذهب او سیاسي تړاو د معیارونو پر بنسټ په نا انډوله او تبعیضي توګه وېشل شوي دي.
د راول والنبرګ په څېړنه کې راغلي، چې د طالبانو په رژیم کې دا مهال ښځې او لږکۍ د ژورو او پراخو ننګونو سره مخ دي دغه کسان څنډې ته شوي دي.
دغه څېړنه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د خلکو د سروې، له سیاسي او اکاډمیکو اشخاصو سره د مرکو، اسنادو او پرانیستو سرچینو په کارولو سره ترسره شوې.
د څېړنې له مخې؛ طالبانو، د مساوي حقونو پر بنسټ د ګډون د ادعاوو برعکس؛ په عمل کې سیاسي واک او سرچینې محدودو او ځانګړو ډلو ته سپارلې دي.
راپور زیاتوي، دغه نا انډولي د طالبانو په حکومتي جوړښتونو کې په څرګنده توګه لیدل کېږي؛ په ځانګړې توګه په کابینه او لوړو مدیریتي برخو کې چې نږدې ټول د دغې ډلې په واک کې دي.
راپور ښيي، چې ښځو، قومي او مذهبي لږکیو ته په سیستماتیک ډول مساوي سیاسي ونډه نه ورکول کېږي او عامه خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، چې قومي، ژبني، مذهبي او سیمهییزو توپیرونو دغه نابرابري لا پسې پراخه کړې ده.
د راول والنبرګ انسټیټیوټ په دې راپور کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه او دوامداره حکومت د جوړولو لپاره اړینه ده چې د وګړو مساوي حقونه، د عدالت وېش او وړتیا په ریښتیا سره په حکومتي جوړښتونو کې بنسټیز شي.