د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب د افغان حاجیانو د مراسمو ارزونې او څارنې لپاره سعودي عربستان ته تللی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی به په جده کې د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو په یو ستر کنفرانس کې هم ګډون وکړي.