طالبان: په تېرو درې نیمو کلونو کې څه باندې پنځه مېلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی د روانې واکمنۍ له پیل راهیسې پنځه مېلیونه او ۹۷زره کسان هېواد ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، په دغه ډله کې ۲۹۱۸۵۶ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې چې د وګړو شمېر یې ټولټال ۲.۷ مېلیونه کسان کېږي. همدا راز ۲.۳مېلیونه نور کسان په انفرادي توګه پرته له کورنیو هېواد ته ستانه شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «د روان میلادي کال په تېرو دوو میاشتو اپرېل او مئ کې ۲۶۸زره کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه راغلي‌ دي. له دې ډلې څخه ۱۵۴زره له پاکستان، ۱۱۱زره له ایران او ۳زره نور له ترکیې څخه راغلي دي».

خو ملګرو ملتونو څه موده وړاندې په یوه راپور کې دا هم ویلي و، چې له ۲۰۱۸ زېږدیز کال راهیسې له افغانستانه تر ۸ مېلیونه ډېر کسان کډوالۍ ته اړ شوي‌ دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د ماژان صالحي په نوم په ایران کې د یږه افغان کډوال وېډیو خپره کړې، چې په کې یې ویلي ایران کډوالو ته خبرداری ورکړی؛ که په خپله خوښه ونه وځي په جبري توګه به یې له خپلې خاورې څخه وباسي.

په ایران کې مېشت افغان کډوالو په وینا؛ ایران باید له دوی سره په چلند کې نرمښت راولي.

هاخوا پاکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې په روان کال کې یې ډېر شمېر افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلي او دغه لړۍ لا هم په چټکۍ روانه ده.

یاد هېواد د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړی او په بېلابېلو ایالتونو کې پولیس کور په کور افغانانو پسې ګرځي.

ایران او پاکستان د افغانستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي، چې ډېر افغان کډوال په کې مېشت دي.

په دغه هېوادونو کې د افغانانو وضعیت له ځورونو، شکنجو او بې عدالتیو څخه خالي نه دی. نړۍوالو سازمانونو نیوکې کړې، چې دغه دوه ګاونډیان له افغان کډوالو سره خورا ناوړه چلند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ګډون بېلابېلو سازمانونو له یادو هېوادونو غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ودروي او اجازه دې ورکړي؛ څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي. خو پاکستان او ایران دغو غوښتنو ته چندان پاملرنه نه ده کړې.

بل خوا د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې افغانستان سخت اقتصادي ناورین، لوږې، وزګارتیا او سیاسي بې ثباتي تجربه کوي.

اندېښنې دا دي، چې هېواد ته ستانه شوي کډوال هم د سرپناوو له نشتوالي، وزګارتیا او فقر سره مخ شوي او طالبانو ورته هېڅ راز اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ هم اندېښنه ښوولې، چې په لویه کچه د افغان کډوالو ستنېدو افغانستان کې بشري ناورین لا پراخ کړی او نړۍوال باید بشرپاله مرستې ډېرې کړي.

نور خبرونه

رادیو