د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې طالبانو د اسلام اباد په غوښتنه د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) یو شمېر غړي نیولي او پر وړاندې یې اقدامات هم کړي دي.
یادې ورځپاڼې د خپلو سرچینو له حوالې لیکلي، په نیول شويو کسانو کې د «ټيټيپي» هغه غړي هم شامل دي چې دغه ډلې ته یې د نویو کسانو د جلب و جذب مسوولیت لاره.
همدا راز ویل شوي، دا لومړی ځل دی چې طالبان د پاکستان د غوښتنو په رڼا کې دغه ډول پرېکنده اقدامات کوي.
راپور کې زیاته شوې، دغه اقدامات د مارچ په میاشت کې د افغانستان لپاره د اسلام اباد د ځانګړي استازي محمد صادق د هغه سفر لاسته راوړنه وه چې د طالبانو لوړپوړو پوځي او امنیتي کسانو سره یې په کابل کې غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې د پاکستان ځانګړي استازي ته طالبانو ډاډ ورکړی و، چې د ډیورنډ پر کرښه به د بریدونو مخنېوي او د امنیت د ټینګښت په موخه به یو لړ ځانګړي اقدامات وکړي.
راپور کاږي، دغو اقداماتو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د قبایلو سیمو دننه د ځانمرګو بریدونو کچه راکمه کړې او د دواړو لوریو ترمنځ یې کړکېچنې اړیکې هم یو څه ښې کړې دي. (د اپرېل په ۱۹مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر کړی و او هلته یې د طالبان د رییس الوزرا په ګډون د دغه ډلې غړو سره د امنیتي همکاریو په باب هم خبرې کړې وې.
په دغه سفر کې اسلام اباد او کابل ټینګار وکړ، چې خاورې به یې د یو بل پر ضد نه کارول کېږي.
یادې پاکستانۍ ورځپاڼې د یوه پاکستاني امنیتي چارواکي له خولې لیکلي، طالبانو د «ټيټيپي» هغه غړی هم نیولی چې ۷۰کسان یې هڅولي و؛ څو پاکستان ته واوړي او هلته ترهګریز بریدونه وکړي.
پاکستاني چارواکي د طالبانو دغه تازه ګامونه یو مثبت پیل ګڼي او هیله څرګندوي، چې یاده ډله باید د دوی ضد وسلهوالو خلاف دغه ډول پرېکنده اقدامات وکړي.
یوه پاکستاني لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي: «موږ هیله لرو، چې طالبان به پر همدې لارې لاړ شي او دغه اقدامات باید لنډمهالي یا نمایشي نه وي».
تر دې وړاندې هم طالبانو ته نږدې یوې سرچینې له نوم ښودنې پرته افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې د طالبانو حکومت د افغانستان په سوېل ختیزو ولایتونو کې خپل یو شمېر هغه جنګیالي او قوماندانان نیولي چې د ټيټيپي لیکو ته یې افغان جنګیالي جذبول.
سرچینو هغه مهال ویلي و، چې په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د طالبانو استخباراتو خپل یو شمېر جنګیالي له دې امله نیولي چې افغان طالبان یې پاکستان او قبایلي سیمو ته د جګړو لپاره بېول.
سیمهییز شنونکي باور لري، چې چین هم د دواړو لورو ترمنځ د نظرونو پر نږدې کولو کې مهم رول لوبولی. (د مئ میاشتې په ۲۱مه) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د یوې ناستې کوربهتوب وکړ.
په ورته وخت کې هند چې پخوا یې طالبان د پاکستان سټراټېژیک ملګري ګڼل؛ اوس په خورا احتیاط سره پر خپلې تګلارې له سره ارزونه کوي.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر جی اېس شنکر او د امیرخان متقي ترمنځ خبرې تابو ماتونه بلل شوې او په یوه بې ساري اقدام کې نوي ډیلي تر څلور کلن ځنډ وروسته افغانانو ته د بېلابېلو ویزو لړۍ هم بېرته پیل کړه.