د پاکستان په ګلګټ بلتستان کې د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوه.
د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د راپور له مخې؛ د اسلام اباد د روغتیا ملي انسټیټیوټ منلې، چې د ګلګټ بلتستان په دیامر ولسوالۍ کې یو ۲۳ میاشتنی ماشوم ګوزڼ وهلی دی.
له دغې پېښې سره په پاکستان کې په روان ۲۰۲۵کال کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۱ ته لوړ شو.
په پاکستان کې په تېر ۲۰۲۴ کال کې هم د پولیو ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.