مولانا فضل الرحمان: د مذهبي موخو د ترلاسه کولو لپاره وسله‌واله مبارزه نشته

۲ ورځې مخکې

مولانا فضل الرحمان د طالبانو د مشر ملاهبت الله د هغه فرمان په اړه چې په کې له افغانستانه بهر وسله‌واله مبارزه منعه شوې، د خپلو پخوانیو څرګندونو برعکس ويلي:« دا له لومړۍ ورځې زموږ دریځ دی، چې د مذهبي موخو د ترلاسه کولو لپاره وسله‌واله مبارزه نشته.»

د پاکستان جمعیت العلمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وایي، چې له لومړۍ ورځې راهیسې یې ګوند د مذهبي موخو د ترلاسه کولو لپاره د وسله‌والې مبارزې په نه کولو ټینګار کوي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې نوموړي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د کم عمره ماشومانو د ودونو د جرم په اړه د وروستي نافذ شوي قانون په اعتراضیه غونډه کې د وینا پرمهال کړې دي.

هغه ویلي، چې د ډیورند کرښې دواړه غاړو دیني عالمانو لا دمخه د وسله‌والې مبارزې په وړاندې خپله فتوا ورکړې او باید په دواړو هېوادونو کې له دغه فتوا څخه پېروي وشي.

مولانا فضل الرحمان په چین کې د وروستې درې اړخیزې غونډې ته په اشارې سره وویل:« په درې اړخیزه غونډه کې پرېکړه شوې، چې ( CPEC) به افغانستان ته وغځول شي او له هغه وروسته به د چین او پاکستان ګډه اقتصادي پروژه له ایران او منځنۍ اسیا سره ونښلول شي.»

هغه وایي، چې د سیمې اقتصادي پراختیا لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوله‌ییزې اړیکې اړینې دي.

مولانا فضل الرحمان په داسې حال کې د افغانستان له پولو او ډیورنډ کرښې څخه بهر د وسله‌والې مبارزې په نه کولو ټینګار کوي، چې په افغانستان کې یې د جمهوري نظام پر مهال د یوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کې د جمهوري نظام پر وړاندې جګړه جهاد بللې وه؛ خو اوس یې په پاکستان کې همدغې جګړې ته د ناروا الفاظ وکارول.

نور خبرونه

رادیو