د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د روان زېږدیز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ایران او پاکستان ته ۶۰۰زره افغان کډوال له خپلو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
له دې ډلې ايران نږدې ۴۳۵زره افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
دغه ادارې یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۱مه» په خپرو شویو شمېرو کې په ډاګه کړې، چې له دې شمېر څخه ۲۵۲ زره او ۴۰۰ تنه کډوال په زور اېستل شوي دي.
د یونسیار د معلوماتو له مخې؛ سږکال له پاکستان څخه هم تر ۱۹۶ زرو زيات افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. له دې ډلې څخه ۳۳ زره تنه په زور اېستل شوي او نور په خپله خوښه ستانه شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره زياتوي، چې د تېرو ۲۱ مياشتو په موده کې له پاکستان څخه ټول ټال ۹۹۸ زره او ۵۰۰ افغان کډوال افغانستان ته اېستل شوي دي؛ خو د دې ټولو له منځه، يوازې ۱۳۱ زرو څخه لږ شمېر کډوالو ته مرستې رسېدلې دي. د دغه مرستو ترلاسه کوونکو له ډلې ۵۰ سلنه ښځې وې او ۲.۴ سلنه معلولین وو.
د راپور پر بنسټ، شاوخوا ۸۷۰ زره نور افغان کډوال چې په همدې موده کې له پاکستانه ستانه شوي چې هېڅ راز مرستې یې نه دي ترلاسه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه ځان د کډوالو د ملاتړ اصلي نړۍواله اداره ګڼي.
اکثره راستانه شوي کډوال شکايت کوي، چې د پاکستان د حکومت له لوري پرې د فشارونو له امله اړ شول؛ څو خپل کاروبارونه او کورونه له مالونو ډک پرېږدي.
ملګري ملتونه وايي، د هغو کسانو له ډلې چې مرستې يې ترلاسه کړې ۷۲ سلنه يې ننګرهار، لغمان، کندوز، کابل او کندهار ولایتونو کې مېشت شوي دي.
افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې له سخت اقتصادي ناورین، لوږې او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ دی.
طالبان دغو تازه ستنو شویو کډوالو ته د اسانتیاو په پرخه کې پاتې راغلي دي. د دغو ستنو شویو تر ټولو جدي ستونزې د سرپناوو او روزګار په برخو کې ګڼل کېږي.
نړۍوالو سازمانونو وار دمخه خبرداری ورکړی، چې دغه تازه ستنېدونکي افغان کډوال به د لوږې تر څنګ له سختو بشري ناورینونو سره مخ شي.
طالبانو د او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو له نړۍوالو غوښتي؛ څو د دغه ستنو شویو کډوالو د ناورین مخنېوي په موخه ورسره لازمې بشري مرستې وکړي.