طالبانو او پاکستان په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر جنجالي مسلو خبرې کړې دي او یو بل ته یې ښه نیتونه څرګند کړي؛ څو د پاکستاني طالبانو په ګډون پر بېلابېلو اختلافي مسلو یوې پایلې ته ورسېږي.
د یورو اېشیا وېب پاڼې د مقالې له مخې د دغو مسایلو د حل لپاره په بېجینګ کې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزارت غونډه خورا مهمه وه. په یاده ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار شوی دی.
په مقاله کې راغلي، که څه هم په تېرو لسیزو کې پاکستان له خپل ګاونډي افغانستان سره ژور امنېتي، سیاسي او اقتصادي کشالې لرلې؛ خو اوس یې درک کړې چې د دوی پرمختګ د افغانستان له ټیکاو سره تړلی دی.
همدا راز زیاته شوې، له پاکستان سره د چین په منځګړتوب خبرې د طالبانو مشرتابه ته دا په ډاګه کړې، چې بېجنیګ ورته یو بې بدیله ملاتړ دی.
د دغو لوریو ترمنځ کېدونکې مثبتې خبرې په سیمه کې د بدلونونو لپاره هم ګټورې بلل شوې دي. یادې وېب پاڼې زیاته کړې، چې لا هم د «ټيټيپي» مسله د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ په بشپړه توګه حل نه ده او تر هغې چې طالبان د یادې ډلې ضد پرېکنده اقدامات ونه کړي؛ نو د بشپړ باور چاپېریال نشي رامنځته کېدلای.
همدا رنګه د طالبانو او پاکستان ترمنځ نږدې همکاري يوازې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ نه محدودېږي. د افغانستان ټیکاو کولای شي د تاوتريخوالي کچه راټيټه کړي، سوداګري زياته کړي او د سيمې امنيت ښه کړي. له افغانستان سره د نورو هېوادونو اقتصادي نښلول، د ټولي سوېلي اسيا لپاره يو ګټور ګام ګڼل کېږي.
مقاله په پای کې کاږي، که طالبان خپلې سیاسي او اقتصادي ستونزې اداره کړي؛ نو د پاکستان ملاتړ به په سیمهییزه همکارۍ او د ټولې سیمې په راتلونکې ژورې اغېزې ولري.
له دې مقالې ور هاخوا بیا ویل کېږي، چې چین او پاکستان هڅه کوي؛ څو په افغانستان کې د هند د پراخېدونکي نفوذ مخه ونېسي.
نوي ډیلي په دې وروستیو کې هڅې کړې، چې د مخکیني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته ځنډنۍ شوې ډېپلوماټیکې اړیکې بیا را ژوندۍ کړي او له طالبانو سره خپل تعاملات پراخ کړي.
په تازه اقدام کې هند د افغانانو لپاره د ویزو ورکړې بهیر یو ځل بیا پیل کړ او ژمنې یې کړې، چې د بشري مرستو تر څنګ به په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بیا پیل کړي.
بېجینګ او اسلام اباد د هند له دې هڅو سره همغږي نه دي او له طالبانو یې غوښتي، چې په افغانستان کې د یاد هېواد د نفوذ مخه ډب کړي.