د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هندي چارواکو وروستیو پاروونکو څرګندونو په اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې هند د سولې پر ځای دښمنۍ ته لومړیتوب ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، داسې شواهد شته چې دا په ډاګه کوي چې هند په پاکستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او د پام اړولو لپاره د هند دغه ډول هڅې حقیقت پټولای نشي.
په خبرپاڼه کې په ټینګار سره راغلي، چې پاکستان سوله غواړي؛ خو د خپل حاکمیت دفاع ته هم ژمن دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کشمیر شخړه د سیمې سولې او ټیکاو لپاره په یوه بنسټیز ګواښ بدل شوی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال تر دې وړاندې ویلي و:« تر هغه ځایه چې له پاکستان سره د اړیکو خبره ده، زموږ دریځ روښانه دی. هر ډول اړیکې باید دوه اړخیزې وي. ترهګري او خبرې اترې یوځای شونې نه دي. پاکستان باید هند ته هغه ترهګر وسپاري، چې دوی ته یې نوملړ سپارلی و. د اوبو تړون به تر هغه وخته پورې وځنډول شي؛ ترڅو چې پاکستان په د پولې هاخوا ترهګري ختمه نه کړي.»