خلیلزاد: ایا پاکستان غواړي، چې د بلوڅ بېلتون پاله ډلې په وړاندې له داعش کار واخلي؟

۲ ورځې مخکې

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد د یوې پوښتنې په توګه ویلي، ایا پاکستان غواړي داعش د بلوڅ بېلتون پاله ډلې وسله‌والو پر وړاندې وکاروي؟

خلیلزاد پر اېکس پاڼه یوه بله پوښتنه هم کړې او ویلي یې دي، که پاکستان د بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ پر ضد داعش وکاروي؛ نو د پاکستان له‌خوا به په هغه هېواد، سیمه او له سیمې ورهاخوا څه اغېزې ولري؟
د ښاغلي خلیلزاد له له لیکل شوي متن څخه داسې څرګندېږي، چې هغه غواړي د پاکستان د نااعلان شوې پالیسۍ ماهیت ته یوه کتنه او هغه ګواښونو ته پام واړوي چې د داعش ډلې سره د دغه هېواد د پټو او خوځنده تعاملاتو څخه به راپورته شي، چې د دغو تعاملاتو منفي اغېزې به په خپله په پاکستان، سیمې او له هغې ورهاخوا وي.
خلیلزاد په داسې حال کې دغه پوښتنې راپورته کوي، چې په دې وروستیو وختونو کې د بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ د وسله‌والو فعالیتونو له امله د رامنځته شویو ناکراریو وروسته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف اړ شو، چې د بلوچستان مرکز کویټې ته لاړ شي؛ ترڅو د بلوڅ او نورو قبایلي مشرانو سره د سلامشورو له لارې په دغه هېواد کې د ټیکاو راوستو لپاره یوه لار ومومي.
بل خوا د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د ناکراریو پړه کله، ناکله پر طالبانو اچوي او وایي، چې د حکومت ضد ډلو ته یې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه ورکړي؛ خو طالب چارواکو تل دغه ادعاوې رد کړې دي او دا یې د دوی کورنۍ ستونزه بللې ده.
تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پاکستان ته په اشارې سره ویلي و، «که پاکستان غواړي د یو ملت په توګه ژوندی پاتې شي؛ نو باید په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي.»

نور خبرونه

رادیو