د ۲۰۲۵ کال د مئ له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په بلنه درې ورځنی رسمي سفر بیجینګ ته وکړ.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره شو، چې د سویلي اسیا دوه اټومي ګاونډیان هند او پاکستان د کشمیر مسالې په تړاو له یو بل سره ښکېل شوي دي.
د یورو اېشیا د یوې خپرې کړې مقالې له مخې؛ په دغو شرایطو کې چین له پاکستان سره خپل سیاسي او ستراتیژیک ملاتړ لا زیات کړی دی.
د چین چارواکي وایي، سیمهییز ټیکاو یوازې د سیاسي تفاهم او ډېپلوماټیکو هڅو له لارې ساتل کېدای شي.
دغه سفر د چین او پاکستان د سټراټېژیکو اړیکو د لا ټینګښت څرګنده نښه وه.
دغه اېتلاف پر هغه ګډ لید ولاړ دی، چې دواړه هېوادونه یې د یوې با ثباته، خوندي او پرمختللې سیمې لپاره لري.
چین پاکستان د سیمهییزې همکارۍ او امنیت د ټینګښت په برخه کې خپل کلیدي شریک بولي.
د دغه سفر پر مهال پاکستان خپلې اندېښنې د مهمو موضوعاتو په ګډون د «سند د اوبو تړون» په اړه له چینایي چارواکو سره شریکې کړې.
چین یو ځل بیا له پاکستان سره د «تلپاتې او هر اړخیز ستراتیژیک شراکت» پر ژمنې ټینګار وکړ. دا نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا ښيي؛ بلکې د پاکستان دریځونه یې هم پیاوړي کړل.
د سوېلي اسیا د دوامداره ترینګلتیاوو په فضا کې د بیجینګ ملاتړ دا پیغام لري، چې چین د سولې، توازن او سیمهییزې همکارۍ ژور تعهد لري.
دغه ملاتړ د پاکستان اغېز په نړۍوالو محافلو کې زیاتوي او د هند پر وړاندې یې دریځونه نور هم مستند کړي دي.
د مقالې په باور د همدې سفر په لړ کې د اسحاق ډار او امیرخان متقي لیدنه د اسلام اباد او کابل ترمنځ د مثبتو اړیکو د پراخېدو نښه وه.
دواړو لوریو د پاکستاني پلاوي د مخکیني سفر ارزونه وکړه او پر دې یې هوکړه وکړه، چې سیاسي، سوداګریز او ټرانزیټي تعاملات پراخ کړي.
د خبرو یوه مهمه برخه دا وه، چې افغانستان به د «چین-پاکستان اقتصادي دهلیز» (CPEC) سټراټیزيکه پروژه کې شامل شي.
دغه هڅه به د کابل سټراټیژیک نښلېدل د ګوادر بندره پورې وغځوي او د سوداګرۍ او پرمختګ نوې دروازې به د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره پرانیزي.
مقاله وړاندې کاږي، ځیني هېوادونه هڅه کوي د تفرقې، بې ثباتۍ او ګډوډۍ فضا رامنځته کړي؛ خو د پاکستان، افغانستان او چین درې اړخیزه اتحاد د فعالې ډېپلوماسۍ او ګډو همکاریو پر بنسټ روان دی.
دغه ګډ تفاهم چې پر سوداګرۍ، ټرانزیټ او امنیت متمرکز دی ځیني ښکاره پېغامونه لري.
د مقالې په پای کې راغلي، یوه درېاړخیزه اقتصادي کمېټه کولای شي د بنسټیزو پروژو تطبیق، د سوداګرۍ اسانتیا او پانګونې راجلب ته چټکوالی ورکړي.
د ولسونو ترمنځ تبادلې، ښوونیزې همکارۍ او فرهنګي اړیکې د باور جوړونې او د متقابل درک لپاره مهم رول لري.
د دغه نوښت اوږدمهاله بریالیتوب له روڼتیا، ټولشمولیت او د سیمې خلکو د ریښتینو اړتیاوو د ځواب ویلو سره تړلی دی.
که دغه درې هېوادونه خپلې ملي لومړیتوبونه د سیمې له ګډو اهدافو سره همغږي کړي؛ نو دغه اتحاد کولای شي د تلپاتې سولې، یووالي او سوکالۍ د ستن په توګه د سویلي او منځنۍ اسیا راتلونکی روښانه کړي.
هممهاله بیا هند د دغه درې اړخیز اتحاد څخه وېره لري او د خپلې اقتصادي ودې تر څنګ د سیمهییز ثبات د اغېزمن کېدو په برخه کې یې د اندېښنې وړ بولي.
باورنه دا دي، چې دغه اتحاد غواړي په افغانستان کې د هند نفوذ کم کړي او په بېلابېلو برخو کې د نوي ډلي هڅې له خنډ و ځنډ سره مخ کړی.