د انقرې او اسلام‌اباد همغږي؛ اردوغان د هند د نیوکو تر سیوري لاندې د شهباز شریف هرکلی وکړ

۲۲ ساعتونه مخکې

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شريف سره د استانبول په سوداګریز مرکز کې ولیدل.

دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر همغږۍ ټينګار کړی.

د اردوغان دفتر په یوه خپره شوې اعلامیه کې د هغه له قوله ویلي، چې د ترکېې او پاکستان لپاره اړینه ده، څو په تعلیم، استخباراتي معلوماتو شریکولو او ټېکنالوژۍ کې یو له بله ملاتړ زیات کړي، ترڅو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همغږي نوره هم پیاوړې شي.

دا ناسته په داسې حال کې شوې، چې ترکيه له دې امله په هند کې له نیوکو سره مخ شوې چې ګواکې پاکستان ته یې د وسلو مرستې ورکړي، خو انقرې دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې پاکستان ته يې وسلې نه دي لېږلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ وروستیو جګړو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له پاکستان سره خواخوږي ښکاره کړې وه.

ترکيې خبرداری ورکړی و، چې د اټومي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ یوه بشپړه جګړه رامنځته کېدلی شي او له دواړو خواوو یې غوښتي وو، چې له زغم نه کار واخلي او شخړه ختمه کړي.

انقرې د پاکستان له هغه غوښتنې هم ملاتړ کړی، چې غواړي د پهلګام برید په اړه یوه نړۍواله څېړنه وشي.

د مې په ۱۰مه، دواړو هېوادونو پر اوربند موافقه وکړه.

ترکيه د هند د غبرګون سره مخ ده

پاکستان او ترکيه له ډېرو کلونو راهیسې اقتصادي او نظامي اړیکې لري.

د فبرورۍ په میاشت کې اردوغان اسلام‌اباد ته سفر کړی و او هلته دواړو هېوادونو ۲۴ دوه اړخیز تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره اوونۍ څرګنده کړه، چې د اړیکو بنسټ باید د یو بل د اندېښنو درناوی وي.

نوموړي وویل: «موږ له ترکيې تمه لرو چې پاکستان باندې جدي فشار راوړي تر څو له سرحدي ترورېزم ملاتړ پای ته ورسوي او د ترهګرۍ هغه شبکه چې د لسیزو راهیسې یې پالي، د هغې پر ضد واضیح، باوري او عملي اقدامات وکړي.»

په ورته وخت کې، په هند کې د پرچون پلورنځیو او انلاین فېشن شرکتونو له ترکي محصولاتو بایکاټ اعلان کړی، چې پکې له خوړو (شکلات، جام، کافي) نیولې تر سینګار او جامو پورې شامل دي.

د هند مخکښ انلاین پلورنځي لکه فلېپ‌کارټ (Flipkart) او د ملیاردر موکېش امباني اړوند شرکتونو د ترکيې جامو ګڼ برانډونه له خپلو وېب‌پاڼو لرې کړي دي.

سره له دې چې هند هر کال له ترکيې څخه شاوخوا ۲.۷مېلیارده ډالرو په ارزښت توکي واردوي، چې زیاتره یې معدني سونګ او قېمتي فلزات دي، لا هم څرګنده نه ده چې دا سیاسي کړکېچ به د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ څه اغېز ولري.

نور خبرونه

رادیو