د بیجنګ د ناستې په تعقیب؛ د چین، پاکستان او افغانستان بله ناسته په کابل کې کیږي

۲ ورځې مخکې

په داسې حال کې چې پاکستان له خپل پخواني سیال هند سره د ډرونونو او توغندیو تر تبادلې وروسته په سخت حالت کې پاتې شوی، دغه هېواد له چین او افغانستان سره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې چټکې کړې، چې کېدای شي له نږدې څلورو کلونو وروسته د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د رسمي اړیکو د بیا پیل لامل شي.

د ۲۰۲۵ کال د مې پر۲۱مه، د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیران د درې اړخیزو خبرو په چوکاټ کې د بیجینګ په یوه «غیر رسمي» ناسته کې سره راټول شول. دا نوښت چې په ۲۰۱۷ کې پیل شوی و، وروستۍ غونډه یې د۲۰۲۳ کال په می کې ترسره شوې وه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په وینا، د دې غونډې مهمه پایله دا وه چې افغانستان او پاکستان د ډیپلوماتیکو اړیکو د لوړولو څرګنده اراده وښوده او دواړو هېوادونو په اصولو کې موافقه وکړه چې ژر تر ژره به خپل استازي سره واستوي.

وانګ وویل، چین د دې پرمختګ هرکلی کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره به مرسته جاري وساتي.

وانګ يي همداراز اعلان وکړ چې د چین د "یو کمربند، یوه لار" ستراتیژۍ لاندې به د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز چې ارزښت یې ۶۲ میلیارد ډالرو ته رسېږي، اوس افغانستان ته هم وغځېږي.

یوه پاکستانی ډیپلومات چې د دې خبرو له جزئیاتو خبر دی، الجزیرې ته ویلي چې د درې‌اړخیزو ناستو بل پړاو به ډېر ژر، د څو اونیو په موده کې ترسره شي چې د بیجینګ د غونډې له پایلو ګټه پورته شي.

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د بیجینګ د غونډې په اړه وویل، « زه د پایلو په اړه مناسب خوشبین یم. دا د درې واړو هېوادونو ترمنځ د باور او اعتماد جوړونې یوه غوره هڅه وه».

درې اړخیزه ډیپلوماسي

دغه غونډه د می له ۷مې تر ۱۰مې پورې د هند او پاکستان ترمنځ له څلور ورځني نظامي کړکېچ وروسته وشوه. هند ویلي و چې د پهلګام برید (چې ۲۶ ملکیان پکې ووژل شول) په بدل کې یې د پاکستان پر خاوره «ترهګر مرکزونه» بمبارد کړي، خو پاکستان دا تورونه رد کړل. دواړو لوریو پر یو بل د بریدونو تور پورې کړ او وضعیت تر جګړې ورسید، چې بیا د امریکا په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

په دې جګړه کې د پاکستان پوځ له چینایي الوتکو، توغندیو او هوايي دفاع سیستمونو کار واخیست.

بل‌خوا د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس. جې شنکر ویلي، د می په ۱۵مه د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره خبرو کې یې د پهلګام برید غندنه وستایله. همداراز راپورونه ورکړل شول چې د طالبانو لوړپوړی چارواکی ابراهیم صدر د می په لومړیو کې له هندي استازو سره لیدلي دي.

ترینګلې اړیکې

که څه هم د طالبانو واک ته بیا ستنېدل په پاکستان کې د بریا په توګه لیدل کېدل، خو اوس د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې. پاکستان تور لګوي چې طالبان تحریک طالبان پاکستانته اجازه ورکوي چې له افغانستان نه بریدونه وکړي، خو طالبان دا تورونه ردوي.

د پاکستان د سولې څېړنو انسټیټوټ له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان ۵۲۱ بریدونه تجربه کړي، چې نږدې ۱۰۰۰ تنه ملکیان او امنیتي سرتېري پکې وژل شوي دي.

د روان کال د اپرېل پر۱۹مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر وکړ، چې د پهلګام له برید نه څو ورځې مخکې و.

د پاکستان د چارو یو امنیتي شنونکی احسان‌الله ټیپو وايي، د افغانستان پر لور د پاکستان د نوې ډیپلوماتیکې هڅې تمرکز پر امنیتي مسایلو دی، نه سوداګرۍ یا سرحدي شخړو. هغه وایي، چین هم له دې لیدلوري سره موافق دی.

ټیپو وایي، « که د پاکستان امنیتي اندېښنې حل نه شي، وضعیت ښايي تر وسله‌والې نښتې هم ورسېږي. خو د چین نړیوال نفوذ او له دواړو هېوادونو سره نږدې اړیکې دا هېواد د یو باور وړ تضمین‌کوونکي رول لپاره وړ ګرځوي».

نور خبرونه

رادیو