د بلوچستان په چمن ښار کې د پرلت‌والو د نیول کېدو خلاف لاریون شوی

۴ ورځې مخکې

د چمن پرلت والو د خپلو ۱۰ غړو د نیولو کېدو په غبرګون کې لاریون کړی دی. لاریون وال وايي، ښار کې یې کاربندیز اعلان کړی او د چمن ـ کوټې ترمنځ لاره یې هم د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

د چمن د پرلت ویاند صادق خان اڅګزی وايي، دوه شپې وړاندې د چمن پرلت ۱۰ غړي د پولیسو له خوا تر نیول کېدو ۱۲ ساعته وروسته خوشي شول، خو پرلت والو د پولیسو د یادې کړنې په غبرګون کې نن په چمن ښار کې لاریون وکړ.

دغه پرلت وال وايي، وړاندې یې خلکو ته د هټیو او ښار د بندولو په اړه خبرتیا ورکړې وه.

صادق خان اڅکزی وايي:« زموږ د پرلت ۱۰ غړي پولیسو نیولي وو، ۱۲ ساعته وروسته یې خوشي کړل، په ښار کې قاتلان ګرځي، بدمعاشي روانه ده، خو موږ چې د دوو کالو راهیسې په امن خپل اعتراض کوو، دوی زموږ په وړاندې دسیسې جوړوي.»

دغه لاریون کوونکي وایي، په ښار کې یې کاربندیز اعلان کړی دی او چمن ـ کوټې ترمنځ عمومي لاره یې هم د تګ راتګ پرمخ بنده کړې ده.

د سویلي پښتونخوا چمن ښار سوداګرو، ځايي سیاسي ګوندونو او عامو خلکو شاوخوا دوه کاله وړاندې د سپین بولدک ـ چمن ترمنځ د تګ راتګ پرمهال د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې لاریونونه پیل کړل او پرلت یې وواهه.

د دغه پرلت په ملاتړ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین په ګډون د پښتونخوا ګڼو مشهورو سیاسیونو هم ددوی په ناستو کې برخه واخیسته.

که څه هم دغه پرلت او اعتراضونه ورځ تربلې کم رنګه شوي دي، خو لا هم یو شمیر کسان په ځانګړې توګه «د چمن لغړي اتحاد» غړو دغه پرلت او اعتراضونه ژوندي ساتلي دي.

نور خبرونه

رادیو