پاکستانی ډیپلومات:امنیتي ادارې باید له پخوانیو سیاسي څېرو کار واخلي، نوي خلک حدود نه پېژني

۲۰ ساعتونه مخکې

په امریکا او سریلانکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسن حقاني وایي، چې امنیتي او استخباراتي ادارې باید د ناورینونو په حل کې له پخوانیو تجربه لرونکو سیاسي څېرو کار واخلي؛ ځکه چې نوي کسان خپل حدود نه پېژني.

هغه د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په مېلمستیا کې د دغه هېواد د سیاسي ګوندونو د مشرانو ګډون ته په اشارې سره پر اېکس پاڼه کاږلي، «د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو له کلونو راهیسې د هېواد دننه له شته ډیموکراټيکو سیاسي ګوندونو سره د مخالفت پراخه کمپاین چلولی او هڅه یې کړې، چې د دوی پر وړاندې نوي سیاسي ځواکونه رامنځته کړي.»
هغه زیاتوي، داسې ښکاري چې دوی اوس دې پایلې ته رسېدلي چې د سیاست په ډګر کې د نوو څېرو د پېژندلو پر ځای باید له تجربه‌ لرونکو سیاست‌والو څخه کار واخلي؛ دا به خورا ګټوره وي.

نور خبرونه

رادیو