د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې اسحاق ډار له خپل ازبک سیال سعیدوف بختیار اودیلوویچ سره د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ګډې اور ګاډي پټلۍ پروژې په اړه د تلیفون په کرښه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په خپرپاڼه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر اودیلوویچ له حوالې راغلي، چې د سیمهییز اتصال د دغې پروژې لپاره د یوه چوکاټ لپاره تړون به ډېر ژر وروستی شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړه خواوو د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې د روان وضعیت په اړه هم سره خبرې کړې دي.