د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف د ترکيې، ايران، تاجکستان او اذربايجان په شپږ ورځني رسمي سفر روان شوی. نوموړی به نن (يکشنبه) په ځانګړي الوتکه کې استانبول ته ورسیږي. هغه به د هند پر وړاندې برید کې د دغو هېوادونو له همکاریو مننه هم کوي.
په دغه سفر کې له شهباز شریف سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د اطلاعاتو فدرالي وزير عطاالله تارړ او د نوموړي ځانګړی سلاکار طارق فاطمي هم ملګري دي.
د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا څو هېواديز سفر به د دوه اړخيزو اړيکو د پیاوړتیا او پر سيمهييزو مسایلو د بحث لپاره ډېر مهم وي.
خبرپاڼه زياتوي، چې « په دغه سفر کې به لومړی وزیر د ياد شويو هېوادونو له مشرانو سره پراخې خبرې اترې ولري، چې د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ به پکې د سيمې او نړۍ مهم موضوعات تر بحث لاندې راشي».
خبرپاڼه وايي، چې د سفر پر مهال به شهباز شريف د دغو هېوادونو له مرستې مننه هم وکړي، چې له هند سره د وروستي کړکېچ پر مهال يې له اسلاماباده ملاتړ کړی و.
نوموړی به د مې پر ۲۹مه او ۳۰مه نېټه په دوشنبه کې د کنګلونو نړیوال کنفرانس کې هم ګډون وکړي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي، چې هېواد به يې په ښه او بده کې د پاکستان ترڅنګ ولاړ وي.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن یکشنبه له شهباز شريف سره په استانبول کې وګوري. د اردوغان د اړیکو دفتر مشر فخرالدین التون وايي، «په دې لیدنه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمهييزو او نړيوالې مسالو، په ځانګړي ډول ترهګرۍ ضد جګړه خبرې وشي».
همداراز اذربايجان د پاکستان له خلکو او حکومت سره بشپړ ملاتړ او پيوستون اعلان کړی و. ايران بيا چمتو شوی و چې د هند او پاکستان ترمنځ منځګړتوب وکړي او تاوتريخوالی کم کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د شنبې په ورځ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان مرستيال لومړی وزیر او د بهرنيو چارو وزير اسحاق دار د اذربايجان د بهرنيو چارو له وزير سره ټیليفوني خبرې کړې دي.
پاکستان دا مهال يوه پراخه ديپلوماتيکه هڅه پيل کړې، چې خپلو ملګرو هېوادونو ته د هند د تورونو او برید په تړاو وضاحت ورکړي.
هند پاکستان د اپرېل پر ۲۲مه د پهلګام برید مسوول بللی، چې لږ تر لږه ۲۶ تنه سيلانيان پکې وژل شوي وو.
پاکستان دا تورونه رد کړي او د هند بريدونه یې غندلي دي.