د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې سبا د دوشنبې په ورځ د کېنیا په نایروبي کې محکمه د ظاهر قدیر د استیناف غوښتنې غوښتنلیک په اړه پرېکړه کوي.
له دې وړاندې د کېنیا یوې محکمې پرېکړه کړې وه، چې هغه به امریکا ته وسپاري.
د افغانستان مخکیني جمهوري حکومت پرمهال د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر کورنۍ نن یکشنبه، د غبرګولي ۴مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ظاهر قدیر وکیل له خوا محکمې ته د استیناف غوښتنې غوښتلیک ورکړی و.
د قدیر کورنۍ ځینې غړي وايي چې تمه لري محکمه د ظاهر قدیر درخواست ومني او امریکا ته ونه سپارل شي او خپل هېواد ته راستون شي.
د کورنۍ یوه غړي یې وویل:«سبا دوشنبه محکمه د ظاهر قدیر د درخواست په اړه پرېکړه کوي او معلومه به شي چې محکمه څه پرېکړه کوي.»
د عبدالظاهر قدیر وکیل له محکمې غوښتي وو، چې د حکم د تطبیق موقتي ځنډ منظور کړي چې د استیناف لپاره وخت ولري. خو قاضي دا غوښتنه هم رد کړه او ویې ویل چې استیناف له ځنډ پرته هم ممکن دی.
د نایروبي محکمې پرېکړه کړې، چې نوموړی د مخدره توکو د قاچاق او د غیر قانوني وسلو د لرلو په تور په متحده ایالاتو کې مطلوب دی، باید امریکا ته وسپارل شي.
د میلیماني عالي جزایي قاضي بنمارک اېکهوبي په مشرۍ دا حکم وايي، چې د قدیر د استرداد غوښتنه مشروع ده او د وړاندې شویو شواهدو له مخې د استرداد شرایط پوره شوي دي.
د نایروبي د عامه دعوو مشر څارنوال ویکتور جوما اوويتي د محکمې له وروستۍ غونډې وروسته وویل چې تورونه د نشهیي توکو قاچاق او غیرقانوني وسلو درلودل دي او دا د استرداد لپاره مشروع بنسټ برابروي.
ظاهر قدیر له قطر نه کینیا ته د سفر پرمهال د اپریل پر۱۴مه په نایروبي کې له سفاري پارک هوټل نه ونیول شو.
د متحده ایالاتو د نیویارک د جنوبي ولسوالۍ فدرالي محکمې د مارچ پر۲۵مه نېټه د قدیر د نیولو حکم صادر کړی و. هغه د مخدره موادو د قاچاق، د درنو وسلو ساتلو د توطیې په تور تورن دی.