پولېنډ د افغانانو په ګډون د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره په پښتو ژبه کمپاین پیل کړ

۳ ورځې مخکې

د پولېنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي په خپله اېکس‌پاڼه کې اعلان کړی چې د افغانانو په ګډون یو د شمېر هېوادونو د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره د پوهاوي کمپاین پیل شوی دی.

نوموړي په پښتو ژبه د جمعې په ورځ (غبرګولي ۹مه) له یوې خپرې کړې ویډیوه سره لیکلي: «پولېنډ په موثره توګه خپلې پولې ساتي.» افغانستان ایتوپیا، اریتریا، سومالیا، پاکستان او مصر هغه هېوادونو دي چې پولېنډ یې پر وړاندې د کډوالۍ د مخنیوي کمپاین اعلان کړ.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د انساني قاچاق کوونکو پر وړاندې به مبارزه وکړي او د هغو کسانو د نیول‌کېدو خبرداری یې ورکړی چې په دې کار کې ښکېل دي.

ناقانونه کډوالو ته په دې پښتو ویډيو کې ویل شوي، چې پولېنډ د کډوالۍ او پناه‌غوښتنې قانون سخت کړی: «پر پوله جدي او برېښنايي الې تړل شوي، په زرګونه پوځيان ځای پر ځای شوي او د کډوالۍ قانون نور هم سخت شوی دی. څوک چې انساني قاچاق کوي او د ناقانونه تګ‌راتګ هڅه کوي موږ يې پر وړاندې مبارزه کوو او هغوی به ونیول شي.»

د پولېنډ حکومت خبر ورکړی چې د ناقانونه کډوالو د پوهاوي څخه یې موخه دا ده ترڅو وښيي چې اروپا ته ناقانونه تګ خطرناک او د قانون خلاف دی. یاد هېواد همداراز ټينګار کړی چې له پولو د ناقانونه تېرېدو مخنیوی به وکړي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم ګڼ شمېر افغانان د خطرناکو لارو نه په ناقانونه توګه ځانونه اروپا ته روان شول او ان په لاره کې ډېری ځواناو خپل ژوند بایلود او دا لړۍ همداسې دوام لري.

نور خبرونه

رادیو