فرهنګي سانسور؛ طالبانو انارګل مشاعره پرته له رسنیو د پټې ناستې په توګه کړې

۱۶ ساعتونه مخکې

په کندهار کې سږنی «انارګل مشاعره» چې پخوا به د افغانستان د فرهنګي تنوع، شاعرۍ او هنري ازادۍ یو څرګند سمبول ګڼل کېده، سږ کال تر سخت سانسور، محدویت، او کنټرول لاندې ترسره شوه.

د کندهار والي په امر په مشاعره کې هيڅ رسنۍ ته اجازه ورنکړل شوه.

سرچينو د جمعه په ورځ (د غبرګولې ۹مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سږ کال په کندهار کې انارګل کلنۍ مشاعره تر سخت سانسور او کنټرول لاندې د طالب چارواکو په حضور او ستاینه کې تر سره شوه.

سرچينې وايي، سږ کال د انارګل مشاعرې پر ګډونوالو نه یوازې د ویډیو اخیستلو، بلکې د موبایل استعمال هم بند وو.

سرچینه زیاتوي: «د عکس اخیستلو اجازه هېڅ چا ته نه وه او د غونډې د ثبت او نشر کولو هر ډول هڅه له وړاندې منع شوې وه.»

په مشاعره کې یوازې ټاکل شویو دولتي مسوولینو او د طالبانو له لوري تایید شوي کسانو د وینا اجازه لرله.

ځينو شاعرانو او لیکوالانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «هغه شاعران چې غوښتل شعر وړاندې کړي، باید خپل شعرونه څو ورځې مخکې د څلورو بېلابېلو کمېټو له لوري تایید کړي وای.»

د دوی په خبره که یو بیت یا مصره هم له «مجازو کرښو» اوښتې وه پر سټېج د ویلو اجازه نه ورکول کېده.

د شاعرانو په خبره د طالبانو په دې کړنې، نه یوازې د شاعرانو ادبي ازادي محدوده شوې وه، بلکې د هغوی د شعري تخیل بنسټیز ارزښتونه هم د پښتونو سره مخ شوي.

شاعرانو او لیکوالان وایي: «د طالبانو تر واک لاندې د اوسني فرهنګي وضعیت یوه ژوندۍ بیلګه دا ده چې دا مشاعره، چې پخوا به ازاد شعر، احساسات او ملي ارزښتونه پکې وړاندې کېدل، اوس یوازې د تمجید، تبلیغ او له مخکې منظور شویو محتویاتو لپاره یوه نمایشي غونډه شوې ده.»

په «انار ګل مشاعره» کې یوازې هغه اشعار وویل شول، چې یا د انارګل د ښکلا صفت او یا د طالبانو ستاینه پکې وه.

د غونډې ګډنوال وايي له دې پرته هېڅ شاعر اجازه نه درلوده، چې د ملي ارزښتونو، لکه ملي بیرغ، موسیقۍ، تعلیم، یا د خلکو د ستونزو په اړه څه ووايي.

مطیع‌الله تراب، چې د افغانستان په کچه یو ملي او انتقادي شاعر ګڼل کېږي، سږ کال مشاعرې ته نه و بلل شوی.

د هغه له‌ خوا په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعرې پر مهال ویل شوی شعر، چې پکې یې د شعر په ژبه پر هبت الله نيوکې کړې وې د طالبانو له جدي غبرګون سره مخ شو.

سرچينې زياتوي، چې د مشاعرې ویناوال یوازې هغه کسان وو چې د طالبانو ادارې ته یې مخکې له مخکې د خپلو خبرو محتویات سپارلي وو.

«د هغوی خبرو کې نه کوم انتقاد وو، نه غوښتنه، نه تاثر او نه هم د خلکو ستونزې.»

د کندهار انارګل مشاعره سږ کال د افغانستان د فرهنګي ازادۍ پر حالاتو یوه ژوره تمثیلي انعکاس وو.

په مشاعره کې د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزير حمدالله نعماني، د دغه ډلې د کندهار والي ملاشيرین او مرستيال یې محمد صادق انقلابي، د هبت الله د خاص ځواک مشر او امنیه قومندان طالب مولوی صاحب، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال عتیق الله عزیزي، د نشراتو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې حمد الله فطرت او یو شمېر نورو طالب چارواکو ګډون کړی وو.

د ویډیو، عکس، انتقاد او حتی نرمې نیوکې بندیز دا ښيي چې ادبي فضا ورځ تر بلې تنګېږي.

نور خبرونه

رادیو