ترکیه کې د طالبانو سفیر د خپل عربي اماراتو د سیال سره د سیاسي اړیکو پر زياتوالي خبري کړي

۲ ورځې مخکې

په ترکیه کې د طالبانو سفارت د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سفير محمد زبیر ودان د متحده عربي اماراتو له سفير سعید ثاني الهاظري سره د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو په اړه خبري کړي.

طالبانو ویلي، چې په دې لیدنه کې د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو په اړه هم بحث شوی.

طالبانو د دې لېدنې نور جزيات نه دي ورکړي.

متحده عربي امارت په پرله پسې ډول د طالبانو سره د اړیکو د زياتېدو او ساتلو هڅې کوي.

متحده عربي امارت د سعودي عربستان او پاکستان تر څنګ یو له هغو هېوادونو څخه و، چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې يې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژاند.

په ۲۰۲۲ کال کې د متحده عربي امارتو یوه هوایي شرکت له طالبانو سره د هرات، کابل او کندهار د هوايي ډګرونو د اداره کولو تړون هم لاسلیک کړ.

یاده دې وي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته طالب مشرانو پرله پسې متحده عربي اماراتو رسمي او غیري رسمي سفرونه کړي.

نور خبرونه

رادیو