ایراف رسنۍ: افغانستان د سیمه‌ییز ټرانزیټ څلورلارې کېدو پر لور روان دی

۲۲ ساعتونه مخکې

د ایرانۍ ایراف رسنۍ د راپور له‌مخې، په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ پروژې، په ځانګړې توګه د ټرانس-افغان او خواف-هرات لیکې، دغه هېواد په سیمه کې د ټرانزیټ پر یوې مهمې څلور لارې بدلولی شي.

دا پروژې د سوداګرۍ د ښه‌والي، اقتصادي ودې او پر دودیزو ټرانزیتي لارو د تکیې کمېدو په موخه روانې دي.

د رسمي معلوماتو پر بنسټ، تر ۲۰۲۵ کال پورې به په افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰ کیلومټره د اورګاډي پټلۍ فعالې شي او تر زرو کیلومټرو ډېرې پلان شوي یا تر جوړېدو لاندې دي. دا پروژې د سیمې د هېوادونو او بهرنیو پانګونو په همکارۍ پیل شوې دي.

د فعالو او تر کار لاندې لیکو په منځ کې د خواف-هرات، ترمز-حیرتان اوګارډي پټلۍ او د ټرانس-افغان پروژه شامله ده. ټاکل شوې چې د ۵۷۳ کیلومټره ټرانس-افغان لاره په ازبکستان کې پیل شي او د کابل له لارې له تېرېدو وروسته د خېبرپښتونخوا په پیښور کې پای ته ورسېږي.

ازبکستان د ټرانس‌افغان په پروژه کې د ۱.۵ میلیاردو ډالرو په پانګونې سره د مشرۍ رول پر غاړه لري. همداراز ایران د خواف-هرات د اورګاډي لیکې په پروژه کې شاوخوا ۴۰۰ مېلیونه ډالر ه پانګونه کړې ده. چین، روسیه، قزاقستان، پاکستان او ترکمنستان څو هغه نور هېوادونه دي چې د افغانستان د اورګاډي په پروژو کې ونډه لري. تر ۲۰۲۵ کال پورې ټوله بهرنۍ پانګونه شاوخوا ۳ ملیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

د ایراف رسنۍ د یو شمېر کاريوهانو په حواله لیکلي چې د اورګاډي شبکې پراختیا کولای شي د افغانستان د کانونو صادرات په کال کې تر پنځو مېلیارده ډالرو پورې ورسوي او تر یو مېلیون ‌ډېرو کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي. همداراز، افغانستان ته د سیمه‌ییزو دهلیزونو لکه د شمال-سوېل لاره او د چین د کمربند او لارې پروژې سره نښلول، نړۍوالو بازارونو ته د ښه لاسرسي زمینه برابروي.

ورته مهال یادې رسنۍ خبرداری ورکړی چې د ناامنۍ، سیاسي بې‌ثباتۍ، بندیزونو او د سیمه‌ییزو او نړۍوالو قدرتونو ترمنځ د جیوپولیتیک سیالۍ کولی شي د دې پروژو ته ننګونې رامنځته کړي او د پرمختګ مخه یې ونیسي.

د یادونې ده چې همدا نن د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې قزاقستان غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي. دا څرګندونې د یاد وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف سره د لیدنې پر مهال شوې دي.

نور خبرونه

رادیو