د ګلف ټوډې ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د متحده عربي اماراتو مشر شېخ محمد بن زاید النهیان د دې لپاره د «حامد علي» په نوم د یوه قاضي د کړنې ستاینه کړې چې هغه یوې افغانې کورنۍ ته د اقامې د نهتمدید ۶۰ زره درهم جریمه بښلې ده.
نوموړې ورځپاڼې د جمعې په ورځ (غبرګولي ۹مه) په خپل راپور کې زیاته کړې چې یوه افغان له خپلې کورنۍ سره شاوخوا پنځه کاله په متحده عربي اماراتو کې د اقامې له تمدید پرته تېر کړي دي.
په راپور کې راغلي، هغه په یاده موده کې خپله اقامه د دې لپاره نه ده تمدید کړې چې عرب کفیل (د اقامې ملاتړکوونکی) یې پر سرطان ناروغی اخته او په روغتون کې بستر و. یاد افغان پنځه کاله د خپل کفیل خدمت کړی او د اقامې تمدید یې پرېښی دی.
په متحده عربي اماراتو کې د دغه کس لهخوا «القوین» محکمې ته د قضیې له وړاندې کېدو وروسته د یادې محکمې قاضي پرېکړه کړې او ویلي یې دي چې هغه او کورنۍ یې له هر ډول جریمې نه معاف دي. د پنځه کلنې اقامې د نهتمدید جریمه شاوخوا ۶۰ زره درهم ښودل شوې ده.
د افغان کډوال د دې کړنې په ځواب کې د «القوین» محکمې قاضي حامد علي د هغه د زوی پر اوږو د متحده عربي اماراتو بیرغ غوړولی دی. قاضي وايي، د محکمې پرمهال یې د افغان سړي له کوچني زوی نه د هغه نوم پوښتنه کړې او د ماشوم له خوا د «زاید» له ځواب وروسته یې، د خپل هېواد بیرغ د هغه پر اوږو غوړولی او ورته یې ویلي دي:«زاید به نه جریمه کېږي او د هغه به درناوی کېږي.»
تر دې پېښې وروسته د متحده عربي اماراتو مشر شېخ محمد بن زاید النهیان د «القوین» محکمې د قاضي دا بشپرپاله کړنه ستایلې او د متحده عربي اماراتو د ارزښت او کلتور نښه یې بللې ده.