د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې تورخم ښارګوټي کې د کرنې ریاست د نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو له پاکستان نه واردېدونکي ۳۵ مټریک ټنه خوسا الوګان بېرته دغه هېواد ته ور ګرځولي.
یاد دفتر زیاته کړې چې دغه الوګان د یوه کورني شرکت له خوا هېواد ته واردېدل او سپارښتنه ورته شوې، چې راتلونکې کې بېکفیته توکي هېواد ته وارد نه کړي.
یاد اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې طالبانو د خوراکي توکو پر کیفیت ټینګار پیل کړی دی.