د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په پېښور کې د طالبانو له قونسل حافظ محبالله سره په کتنه کې ویلي، چې ناامنۍ نه یوازې حکومتونه، بلکې کډوال، محصلین او کاروباریان تر ټولو ډېر اغېزمنوي.
د پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپریس ټریبون د راپور له مخې، د دې لیدنې پر مهال فیصل کریم کنډي ویلي، چې افغانستان او پاکستان د اسلامي ورورولۍ، کلتور، ژبې او تاریخ له پلوه ژورې اړیکې لري.
هغه ټینګار کړی: «موږ دواړه نه بېلېدونکي ګاونډیان یو، باید خپلو اړیکو ته لا زیات ارزښت ورکړو او یو بل ته د درناوي، همکارۍ او باور له لارې ستونزې حل کړو.»
هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو د پرمختګ، هوساینې او ثبات لپاره دایمي سوله ضروري ده.
د هغه په وینا، ناامني او بېثباتي نه یوازې حکومتونه زیانمنوي، بلکې عام خلک په ځانګړي ډول کډوال، محصلین او کاروباریان تر ټولو ډېر اغېزمنوي.
په راپور کې راغلي، دواړو لوریو د قانوني تګ راتګ، د سرحدي بازارونو فعالول، سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیا او سیاسي تفاهم په پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
بلخوا، د طالبانو قونسل حافظ محبالله هیله څرګنده کړې چې دا اړیکې به لا پراخې شي.
هغه وویل، چې افغان ولس سوله او پرمختګ غواړي او د پاکستان د مثبت رول ستاینه کوي.
په دې ناسته کې که څه هم د طالبانو حکومت په ښکاره ډول یاد نه شو، خو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړه، چې دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي وضعیت او د طالبانو د حکومت پر سیاستونو غېر رسمي خبرې هم شوې دي.
پاکستان چې له طالبانو سره محدودې سیاسي او امنیتي اړیکې لري، تر ډېره هڅه کوي له افغان خاورې د هر ډول ناامنۍ مخنیوی وشي.
دا اړیکې چې تل د شک او باور تر منځ پاتې شوي، اوس له اقتصادي، امنیتي او بشري اړخونو د بیا کتنې غوښتنه کوي.
د اېکسپرېس ټریبون په وینا، دواړو خواوو دا ژمنه وکړه چې د ګډو ګټو پر اساس به خپلو اړیکو ته دوام ورکوي او د خلکو لپاره به لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.