ټرمپ ژمنه وکړه چې په امریکا کې له پناه غوښتونکو پخوانیو افغان همکارانو سره مرسته کوي

۲۰ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ژمنه وکړه، له هغو افغانانو سره چې په افغانستان کې یې د امریکا له حکومت او پوځ سره کار کړی او اوس په امریکا کې د اقامت په لټه کې دي مرسته کوي.

په داسې حال کې چې د امریکا د امنیت وزارت د افغان پناه غوښتونکو ټي، پي، اېس یا د لنډ مهاله خوندیتوب حالت لغوه کړی، ټرمپ ویلي دي چې د هغو افغانانو وضعیت ته به چې ورسره د انتقالېدو ژمنه شوې رسېدنه وکړي.

ډونالډ ټرمپ د دغو افغان پناه غوښتونکو د برخلیک په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، «موږ ښه خلک پېژنو او هغه کسان چې ښايي ډېر ښه نه وي هم پېژنو. ځینې کسان چې دلته راغلي چندانې مناسب نه وو. موږ له هغو کسانو چې له موږ سره یې کار کړی او ورسره ژمنې شوي، ملاتړ کوو.»

هغه تر دې مخکې هم له هغو افغانانو سره، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي او له کلونو راهیسې هلته بې برخلیکه دي، د مرستې ژمنه کړې وه او څرګنده کړې یې وه چې د دوی د ژغورنې لپاره به سملاسي اقدام کوي.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستنې پر څرنګوالي نیوکې وکړې او هغه یې «شرموونکی» وباله.

ټرمپ وویل: «له افغانستانه وتل زموږ د هېواد له شرموونکو فصلونو څخه یو و. هغه ډول وتل، یوازې یوه ستره رسوايي وه.»

ډونالډ ټرمپ له همکارو افغان پناه غوښتونکو سره د مرستو د څرنګوالي په تړاو نور جزییات ورنکړل، خو ژمنه یې وکړه چې دولت به یې له شاوخوا ۹۰ سلنه هغو کسانو سره چې په امریکا کې د دایمي اقامت په لټه کې دي مرسته وکړي.

د ټرمپ دولت له لوري د افغان پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو د پروګرام پایته رسېدل

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې له خپلو افغان متحدینو پر ملاتړ ټينګار لري، چې سپینې ماڼۍ ته له رسېدو وروسته د کډوالو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو پر وړاندې سخت دریځ ونیوو.

په افغانستان کې د دغه هېواد له پخوانیو متحدینو سره د ټرمپ د حکومت پالیسي د پخوانيو امریکايي او نظامي فعالانو له ګڼو نیوکو سره مخ شوه. د ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت دغه هېواد ته د پخوانیو افغان همکارانو د لېږدولو بهیر ودراوه.

د روان کال په مې میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، غواړي «د افغانانو د ځای پر ځای کولو د هڅو د همغږۍ» دفتر چې پر شرایطو د برابرو افغانانو د لېږدولو مسوولیت یې درلود وځنډوي.

له دې سره سم، د امریکا د داخلي امنیت وزیرې کریستي نوم هم د افغان پناه غوښتونکو لپاره «د لنډ مهالي ملاتړ وضعیت» له پایته رسېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې په سیمه کې امنیتي وضعیت ښه شوی او افغانستان ته په بېرته ستنېدو دوی ته څه زیان نه رسېږي.

په دې پرېکړې سره په امریکا کې مېشت څه باندې ۱۴ زره کسان چې له لاتینې امریکا په قاچاقي ډول دغه هېواد ته تللي وو، د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي. له پناه غوښتونکو ملاتړو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې که دغه پناه غوښتونکي و اېستل شي نو ښايي له شکنجه کېدو او یا هم مړه کېدو سره مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د دغه هېواد د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې د روان کال د جون په ۲۳مه وویل، دولت «خپلو افغان همکارانو ته د زړه له کومې اهمیت ورکوي» او د کډوالۍ د دغه پروګرام د ښه والي او اصلاح لپاره د ارزونې په حال کې دي.

له دې سره سم، له تګزاس ایالته ډېموکراټ استازي جولي جانسون هم ویلي، د بهرنیو چارو وزارت وروستي اقدامات د دغو ادعاوو پر خلاف دي.

هغه زیاته کړه، «لسګونه زره افغانانو چې په شلو کلونو جګړه کې زموږ له ځواکونو سره همکاري کړې او په امریکا کې یې د مېشتېدو وعده ترلاسه کړې، خو اوس بې برخلیکه او په تمه دي. هغوی د امریکا پر وعدو د اعتماد له امله اوس د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ دي.»

نور خبرونه

رادیو