د بښنې نړۍوال سازمان له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو د مخنیوي لپاره کمپاین پیل کړ

۱۹ ساعتونه مخکې

د بښنې نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په خپل نوي کمپاین کې له ایرانه وغوښتل، چې د افغان کډوالو د اېستلو پروګرام پای ته ورسوي.

دې سازمان د ایران د کورنیو چارو له وزیره وغوښتل، چې د افغان کډوالو په ځانګړې ډول د هغو کسانو چې د طالبانو د ځپلو له امله تښتېدلي، د اېستلو بهیر بند کړي.

د بشري حقونو ډلې ویلي، ایران هغه ښځې او نجونې بېرته افغانستان ته استوي چې طالبان به هلته ترې ټول حقوق او ازادۍ واخلي.

دغه سازمان د ایران د کورنیو چارو وزیر ته لیکلي:«میلیونونه انسانان له خطر سره مخ دي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې باید پناه غوښتونکي وبلل شي او بېرته افغانستان ته ونه لېږل شي، ځکه طالبانو هغوی د جنسي ځورونې له امله د بشریت پروړاندې جرمونه تر سره کوي.»

د بښنې نړۍوال سازمان په ټوله نړۍ کې له خلکو غوښتي، چې د ایران د کورنیو چارو وزارت ته لیکونه واستوي، څو د ملیونونو افغانانو د اېستلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړي.

له نړۍوالو خبرداریو سره-سره ایران د افغان کډوالو اېستل نه دي بند کړي. کډوال نه یوازې له اېستلو سره مخ دي، بلکي د ایراني چارواکو له بد چلند سره هم مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو له خبرداریو سره چې وايي، افغانستان د سخت اقتصادي او بشري بحران له امله د میلیونو کډوالو د بیا منلو وړتیا نه لري، د ایران چارواکو لا هم د کډوالو اېستلو ته زور ورکړی دی.

طالبانو د افغان کډوالو په تدریجي ستنېدو ټينګار کړی؛ خو د کډوالو سره د ایران د حکومت د ناوړه چلند په اړه یې په عامه توګه د اعتراض کولو څخه ډډه کړې ده.

په ایران کې د طالبانو ډیپلوماتانو بیا د ایران د «مېلمه پالنې» ستاینه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو