د افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان استازې: سیلانیان د طالبانو تبلیغاتي وسیله ده

۶ ورځې مخکې

د افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان استازې سمیرا حمیدي وايي، نړیواله ټولنه باید د طالبانو «رژیم» هیڅکله مشروع ونه ګڼي او د افغان ښځو د حقونو لپاره دې مبارزه وشي.

سمیرا حمیدي د ارا په نوم له یوې هسپانوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د افغان نجونو د زده کړو پر وړاندې د طالبانو بندیز له امله په افغانستان کې د مسلکي ښځینه ډاکټرانو او روغتیا پالانو شمېر خورا کم شوی او دا د طالبانو له خوا تر ټولو ډیره ناوړه پرېکړه وه.

نوموړي وايي، وايي، د اوکراین او غزې د جګړې له امله افغانستان د نړیوالو لپاره په لومړیتوب کې نه دی.

هغه زیاتوي، «نړیوالو شل کاله په ښځو او بشري حقونو پانګونه وکړه او ټولې لاسته راوړنې یې یو دم له منځه ولاړې. اوس غزې او اوکراین غوندې جنجالونو د نړیوالو پاملرنه اړولې او افغانستان د لومړیتوب له نوملړه وتلی دی، ځکه جګړه ختمه شوې ښکاري. د طالبانو لپاره یو ډول پټ مشروعیت ور کول روان دي».

نوموړې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان ته په ډیر شمیر کې بهرنیو سیلانیانو ورتګ ته په اشاره وايي، سیلانیان د طالبانو د تبلیغاتي ماشین یوه برخه ده او خپل په ګټه ترې استفاده کوي.

سمیرا زیاتوي:« زه باور نه لرم چې طالبان دې هغه څوک افغانستان ته پریږدي چې وغواړي د بشري حقونو سرغړونې مستندې کړي. سیلانیان ولې، په دې اړه هیڅ نه وايي، چې دوی له داسې افغان نجلۍ سره سفر کوي، چې له زده کړو محرومه ده، یا له داسې ښځې سره چې ناروغه ده، خو ډاکټر نه لري؟ ځکه طالبان، سیلانیان په خپله ګټه کاروي.»

د بشري حقونو دغه فعاله وايي، چې طالبان په بشپړ معافیت سره بشري حقونه تر پښو لاندې کوي. د نوموړې په وینا، د بښنې نړیوال سازمان او نور بنسټونه هڅه کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له لارې د طالبانو پر وړاندې د حساب ورکونې تګلاره جوړه کړي.

سمیرا د خپلو خبرو په دوام وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو او ښځو د حقونو ملاتړو ادارو خپل فعالیتونه تر بشري مرستو محدود کړي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو دفاع او عامه پوهاوی نه شي کولای.

سمیرا حمیدي د طالبانو له خوا د ګڼو مدرسو په پرانېستلو سره افراطیت ته د ځوانانو د اوښتلو په اړه اندېښمنه ده او وايي، ښايي دا ځوانان د ښځو هیڅ درناوی ونه کړي.

نور خبرونه

رادیو