طالبان وايي د تېر کال هر حاجي ته درې زره و ۹۳۶ اضافه شوې افغانۍ بېرته ورکول کیږي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې د تېر کال حاجیانو ته د درې زره او ۹۳۶ افغانيو د اضافه ورکړل شویو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ پیل شوې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د تېر کال ۷۹ سلنه حاجیانو ته ټولټال نږدې ۹۰ میلیونه افغانۍ بېرته ورکړل شوې دي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن شنبه (د لړم ۱۰مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د حاجیانو د حقوقو د خوندیتوب او هغوی ته یې د سپارلو په موخه، شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ۱۴۴۶هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شویو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ پیل کړه.

یاد وزارت پر هغو حاجیانو چې تراوسه یې د خپلو اضافي پیسو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه نه ده کړې، غږ کوي، څو په مرکز کې د حاجیانو مجتمع او په ولایاتو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته مراجعه وکړي او خپلې پاتې پيسې ترلاسه کړي.

نور خبرونه

رادیو