په پنجاب کې طوفانونو ۸ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ نور يې ټپيان کړي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۳

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز د یوه حکومتي ویاند له قوله راپور ورکړی، چې په پنجاب کې د سختو بادونو او طوفانونو له امله پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې دي، چې په ترڅ کې یې ۸ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، زياته مرګژوبله د زوړو ودانیو د نړېدو له امله رامنځته شوې ده.

جيونیوز د پنجاب د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادراې د ویاند له قوله د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) ویلي، چې د دغو طوفانونو له امله ۸ تنه مړه شوي او ۴۵ نور ټپيان شوي دي.

د یاد ویاند په خبره، دغه مرګژوبله د ویجاړو ودانیو او ناسمو ساختماني جوړښتونو له امله زياته شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې په راولپنډۍ، شيخوپوره، سیالکوټ، ننکانه صاحب او میانوالي کې يو یو کس او په جهلم کې درې تنه مړه شوي دي.

دغه ادارې زياته کړې، چې د اغېزمنو کورنيو سره به بېړنۍ مرستې وشي.

جيونيوز د پېښې د ژغورنې د چارواکو له قوله ويلي، چې په لاهور کې هم لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.

د پنجاب اعلي وزيرې مریم نواز د ژغورني ډلو ته امر کړی، چې د سختو بارانونو او طوفانونو لپاره چمتوالي ونيسي.

نور خبرونه

رادیو