پاکستان او سوریې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټينګار وکړ

پرون

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي پلاوي چې مشري یې د منځني ختیځ لپاره د بهرنیو چارو سکرتر سفیر شهریار اکبر خان کوله، نن په دمشق کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره وکتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دا لیدنه د پاکستان او دمشق ترمنځ د اوږدمهاله دوستانه او تاریخي اړیکو په دوام کې ترسره شوه، چېرې چې دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو پر مختلفو برخو مفصلې خبرې وکړې، څو د متقابلو ګټو پر بنسټ شته اړیکې لا ژورې او پراخې شي.

په خبرو اترو کې دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او سیمه‌ییزو مسایلو په ګډون د همکارۍ د نویو لارو چارو پر موندلو ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل اېکس کې لیکلي: «سفیر شهریار اکبرخان د پاکستان له لوري د سوریې د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړ او ویې ویل، چې اسلام‌اباد چمتو دی څو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ډیپلوماټیکو فورمونو له لارې له دمشق سره خپلې اړیکې نوره هم پراخې کړي.»

همداراز، دواړو خواوو توافق وکړ چې د لوړپوړو پلاویو ترمنځ د تګ راتګ او لیدنو کچه لوړه کړي، تر څو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره نوي امکانات و ارزول شي.

نور خبرونه

رادیو