د طالبانو المرصاد رسنۍ: ترکیې ته سپارل شوی داعشي د طالبانو له وېرې پاکستان ته تښتېدلی و

پرون

طالبانو ته نژدې رسنۍ المرصاد په یوه مطلب کې لیکلي چې د ازګور التون په نامه د داعش خراسان څانګې مهم غړي په ۲۰۲۱ز کال کې له زندان نه تر خوشي کېدو وروسته بیرته فعالیت پیل کړ او په ۲۰۲۳ز کال کې تر هغه وروسته بلوچستان ته وتښتېد، چې د طالبانو تر څار لاندې و.

څو ورځې وړاندې ترکي رسنیو خبر ورکړی و، چې یو ترکی وګړی ډېورنډ کرښې ته څېرمه پاکستاني حکومت نیولی او د ترکیې امنیتي ادارو ته یې سپارلی دی.

د نیول شوي کس نوم ازګور التون ښوول شوی خو د طالبانو استخباراتو ته نږدې المرصاد رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله وايي، چې نوموړی د داعش خراسان څانګې مهم مسوول و.

المرصاد خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې ازګور التون په ۲۰۱۸ز کال کې افغانستان ته راغلی و او له داعشیانو سره یوځای شو.

دوی همدراز وايي یو کال وروسته د افغانستان پخواني حکومت له خوا ونیول شو او د کابل تر سقوط پورې په زندان کې و، خو کله چې زندانونه مات شول نوموړی هم وتښتېد.

المرصاد د خپلو سرچینو په حواله لیکلي:«په ۲۰۲۱ز کال کې له زندان نه تر خوشي کېدو وروسته نوموړي بیرته فعالیت پیل کړ او په ۲۰۲۳ز کال کې تر هغه وروسته بلوچستان ته وتښتېد چې د طالبانو په عملیاتو کې د داعش ډلې رهبري او افراد سخت وځپل شول. ازګور التون د جنګیالیو په لیکو کې د ابو یاسر الترکي په نوم مشهور و.»

د طالبانو یوې امنيتي سرچینې المرصاد ته زیاته کړې چې په بلوچستان کې التون عمدتا د داعش خراسان لیکو ته د اذربایجاني او ترکي وګړو او مالي مرستو د راجلبولو په برخه کې فعال و.

المرصاد د التون په اړه زیاتوي چې د هغه په هڅو د داعش لیکو ته جلب شوي د ازربایجان ځینې وګړي په خپل هیواد کې نیول شوي او یو شمېر نور یې بیا په بلوچستان کې تر نیول کېدو وروسته اذربایجان ته تسلیم شوي دي.

دا رسنۍ زیاتوي چې ځینې بهرني وګړي چې د التون له خوا بلوچستان ته غوښتل شوي وو، د مستونګ په عملياتو کې له منځه تللي چی د داعشيانو پر مرکزونو ترسره شوي. په دې عملیاتو کې نږدې ۳۰ داعشي جنګيالي وژل شوي دي.

المرصاد په دې اړه لیکلي چې په بلوچستان کې د التون او تر هغه وړاندې د شریف الله او نورو داعشیانو نیول کېدل او په مستونګ کې د دوی پر ښکاره مرکزونو بریدونه دا په ډاګه کوي چې د داعش مرکزیت بلوچستان ته انتقال شوی او له هغه ځایه خپل فعالیتونه پلان او ترسره کوي.

د غبرګولي پر ۱۱مه ترکي رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د داعش خراسان څانګې مهم غړی التون ازګور چې د «ابو یاسر الترکي» په مستعار نوم یې فعالیت کاوه او له اروپا او منځنۍ اسیا څخه افغانستان او پاکستان ته د داعش غړو د انتقال مسول و، د پاکستان او ترکیې استخباراتو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی دی.

نور خبرونه

رادیو