په کلیفورنیا کې افغان کډوالو ته له امریکا څخه د وتلو خبرداری ورکړل شوی

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۷

امریکایي رسنۍ (اې بي سي نیوز) وایي، چې د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت په شمالي کلیفورینا کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې له امریکا څخه ووځي.

د اې بي سي نیوز په راپور کې راغلي، چې دغو کډوالو ته په استول شوي لیک کې ویل شوي: «د امریکا پریښودو وخت دی.په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو هڅه مه کوئ. فدرالي حکومت به تاسو ومومي. مهرباني وکړئ سمدلاسه له متحده ایالاتو څخه ووځئ.»

د کډوالۍ د برخې وکیلې سپوږمۍ ناصري، چې د هغې ډیری مراجعینونو دا خبرداری ترلاسه کړی، وویل: «ډیر خلک له دې ویرې چې هسې نه د کورني امنیت لخوا ونیول شي، خپل عادي فعالیتونه نه کوي او ان چې د خوراکي توکو د پیرودلو لپاره هم بهر تګ نه کوي.»

دغه امریکایي رسنۍ افغانانو ته د لېږل شوي لیک په اساس وایي، چې «دا کسان نور په قانوني ډول په متحده ایالاتو کې کار نه شي کولی.»

اې بي سي نیوز په خپل راپور کې یادونه کړې، چې په ۲۰۲۱کال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د کورني امنیت وزارت ته امر وکړ چې ځینو هغو افغانانو ته چې د وړتیا بیا کتنه یې شوې وه، اجازه ورکړي چې په قانوني بڼه او د لنډمهاله قانوني حیثیت سره متحده ایالاتو ته راشي.

د خپرو شویو جزیاتو له مخې، دغو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی، چې باید په اوو ورځو کې له امریکا ووځي.

نور خبرونه

رادیو