د ډنمارک استازې: د طالبانو پالیسي د ښځو د حقونو تر ټولو لوی نړۍوال ناورین دی

۷ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د ډنمارک استازې کریسټینا مارکوس لاسن پر طالبانو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د دې ډلې پالیسۍ د نړۍ تر ټولو جدي او ګواښونکی بشري ناورین رامنځته کړی دی.

نوموړې ټینګار وکړ، چې د طالبانو د تبعیضي تګلارو عادي کېدل د منلو وړ نه دي او نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې بې‌پروا پاتې نه شي.

د ډنمارک استازې د افغانستان د ختیځې برخې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده او زیاته یې کړه، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي چلند د بشري مرستو او د انسانانو د ژغورنې بهیر هم اغېزمن کړی دی.

هغې وویل: «ښځې د طب له زده‌کړو محرومې شوې دي، په داسې حال کې چې نارینه ډاکتران هم د ښځو د معاینې اجازه نه لري.»

مارکوس لاسن د افغانستان د بشري حقونو وضعیت «کړکېچن، نازک او د پرځېدو پر لور روان» وباله.

د هغې په وینا، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې نه یوازې کوم بندیز نه دی لرې کړی، بلکې پر ښځو او نجونو یې د سیسټماتیک حذف لپاره نوي قوانين او پالیسۍ جوړې کړې دي. نوموړې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون تطبیق یادونه وکړه او دا یې د ښځو د حقونو پر وړاندې د سخت محدودیت یو څرګند مثال وباله.

د ډنمارک استازې غوښتنه وکړه، چې طالبان باید ژر تر ژره د لوړو زده‌کړو او کار اجازه ښځو ته ورکړي او ټول تبعیضي قوانین لغوه کړي.

نوموړې زیاته کړې، چې د طالبانو مشران باید د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو حساب ورکړي او د جرمونو نړۍوالې محکمې له خوا د هغوی پر ضد د نیولو حکمونه عملي شي.

لاسن د دوحې د بهیر ملاتړ اعلان کړ، خو ټینګار یې وکړ چې دغه بهیر باید ټولګډونه وي او د ښځو، مدني ټولنو، قومي او مذهبي لږکیو ګډون پکې تضمین شي.

هغې په پای کې وویل: «د افغانستان خلک داسې راتلونکي ته اړتیا لري چې د کرامت، فرصت او هیلو پر بنسټ ولاړ وي، نه د حذف پر اساس. ډنمارک د افغانانو د حقونو او ارمانونو په ملاتړ کې ولاړ دی.»

نور خبرونه

رادیو