د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، چې اوسمهال په افغانستان کې نظامي جګړه ختمه شوې او د تبلیغاتي جګړې څپه پیل شوې ده. نوموړي له ویاندویانو غوښتي: «تاسو کولی شئ د دې جګړې په لومړۍ کرښه کې د دوښمن د تبلیغاتي څپې مخه ونيسئ.»
نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د طالبانو فرهنګي مسوولانو د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه) له دولتي ویاندویانو سره کتلي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس مسوول ضياءالحق حقمل ادعا کړې، چې یو شمېر رسنۍ د ژورنالیزم اخلاقي کوډونه نه مراعتوي.
نوموړي هم له ویاندویانو څخه غوښتي: «د دوښمن د دغه شان ناوړه کړنو او دسیسو د شنډولو لپاره باید ډېرې هڅې وکړي او له رسنیو سره پر وخت اطلاعات او د اسلامي نظام لاسته راوړنې شریکې کړي.»
طالبانو پر داسي مهال په ښکاره ډول خپلو ویاندیانو ته د معلوماتو پر ورکړه ټينګار کوي، چې دغه ډلې پر رسنیو سخت بندیزونه لګولي او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکې یې د انتقادونو په تور په زندانونو کې اچولي دي.
د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په وار وار له طالبانو غوښتي، چې د بیان د ازادۍ پر وړاندې خنډونه لرې او د ژورنالیزم اصولو ته غاړه کېږدي، خو دغه ډله یوازې د زور له لارې خپل اصول مراعتوي.