امنیت شورا کې د چین استازی: امریکا د طالبانو د چارواکو د بهرنیو سفرونو مخه نیسي

۲ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي پر امریکا په غیر مستقیم ډول نیوکه وکړه، چې د طالبانود چارواکو د بهرنیو سفرونو مخه نیسي.

د چین استازي وویل، چې متحده ایالات په افغانسنتان کې د خپلو بندي وګړو په پلمه طالب چارواکو ته د سفرونو د اجازې پر وړاندې خنډ جوړوي.

هغه وویل، چې دا له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو په اړیکو کې خنډ جوړیږي او باید دا زر پای ته ورسیږي.

چینايي استازي وویل، چې له افغانستان سره باید په دې سختو ورځو کې مرسته وشي ، ډېر افغانان مرستو ته اړتیا لري او ګڼ نور له مختلفو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

هغه دغه راز وویل، چې په افغانستان کې په اقتصادي او ځینو نورو برخو کې پرمختګونه شوي، خو لا هم ننګونې شته دي.

هغه له طالبانو سره پر تعامل او خبرو اترو ټینګار وکړ او د شانګهای سازمان، مسکو فرمټ، دوحې پروسې او نورو بهیرونو بېلګې یې یادې کړې، چې مثبت رول یې لوبولی دی.

هغه دغه راز پر طالبانو غږ وکړ، چې ښځو ته د هغوی حقونه ور کړي او دا یې د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره مهم وبلل او ویې ویل، چې د یوناما او نورو نړیوالو سازمانونو ښځینه کارکوونکو ته باید کار ته د تګ اجازه ور کړي.

د چین استازي دغه راز وویل، چې له افغانستان سره نړیوالې بشري مرستې باید سیاسي نه شي.

نور خبرونه

رادیو