په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی وايي، طالبان باید ترهګرۍ ضد جګړه کې خپلې ژمنې پوره کړي، ځکه ګڼې ترهګرې ډلې له افغانستان نه په پاکستان کې بریدونه کوي. نوموړي ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو ۶۰ مرکزونه او پټنځایونه دي.
د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان استازي وویل، چې د القاعدې، داعش، بلوچستان ازادۍ پوځ، مجید بریګیډ، ټي ټي پي، ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون ګڼې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او ۶۰ مرکزونه او پټنځایونه لري.
نوموړي وویل، «پاکستان ددوی په اړه اسناد لری، چې دوی همغږي بریدونه سره کوي او د پاکستان خلک او امنیتي ځواکونه په نښه کوي».
د نوموړي په وینا، افغانستان د پاکستان ملي امنیت ته ستر ګواښ ګرځېدلی دی.
هغه دغه راز وویل، چې د سوشل میډیا ۷۰ تبلیغاتي اکاونټونه د افغانستان له ای پي اډرسونو فعالیتونه کوي.
د پاکستان استازي وویل، « ټي ټي پي په افغانستان کې فعال دی، دا وضعیت د زغملو وړ نه دی، د وسلو د کنټرول لپاره باید کار وشي».
نوموړي دغه راز وویل، چې طالبان پر ښځو، نجونو او نورو برخو کې بندیزونه لګوي، خو له دې سره سره پاکستان له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل ملاتړ کوي، ځکه دا یوازینۍ لاره ده، چې په افغانستان کې سوله واکمنه شي.