ځانګړی

له زده کړو څلور کلن محرومیت: طالبانو لا هم د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې بندې ساتلې دي

۸ ساعتونه مخکې

څلور کاله کېږي چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي. دا بندیز د هغو پراخو بشري حقونو د سرغړونو یوه بېلګه ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو لګول شوي دي.

کله چې د ۲۰۲۱کال په وروستیو کې دغه پرېکړه عملي شوه، ډېرې زده‌کوونکې د افراطي بریدونو له ګواښونو سره هم مخ وې.

فاطمه امیري چې هغه مهال ۱۷کلنه وه، د کابل په یوه ښوونځي کې د ځانمرګي برید ښکار شوه. په دې برید کې له ۵۰زیاتې زده‌کوونکې ووژل شوې او فاطمه د تل لپاره معلوله شوه.

هغه اوس له هېواده بهر ژوند کوي او د افغان نجونو د زده کړو لپاره غږ پورته کوي.

فاطمې نن په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپله وینا کې وویل: «زما همزولې ژاړي، ماته پیغامونه را استوي او وايي چې موږ د زده‌کړې حق غواړو. د دوی یوازینۍ هیله زده‌کړه وه، خو له هغوی څخه دا حق اخیستل شوی دی.»

د ملګرو ملتونو د مېرمنو ادارې د یوې سروې له مخې، د افغانستان له لسو وګړو څخه نهه یې د نجونو دزده‌کړو ملاتړ کوي. سره له دې چې طالبان لا هم پر دې بندیز ټینګار کوي او ان د ښځینه مرستندویانو کار یې هم محدود کړی دی.

د ملګرو ملتونو او د هغوی همکارو ادارو بیا په پرله‌پسې ډول د دې پرېکړې غندنه کړې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغان نجونو د زده‌کړو ملاتړ وکړي.

د تازه ارقامو له مخې، شاوخوا ۲،۲میلیونه افغان نجونې له منځنۍ زده‌کړې بې‌برخې دي او په ټوله کې تر اوو میلیونو ډېر ماشومان د ښوونځي له درسي چوکاټه بهر پاتې دي.

فاطمه چې خپله یوه سترګه او یو غوږ یې له لاسه ورکړي، وایي چې له زده‌کړو د نجونو محرومیت د روښانه راتلونکې له لاسه ورکولو په معنا دی.

هغه زیاتوي: «کله چې ته زده‌کړه ونه کړې، د راتلونکي لپاره لید نه لرې. ته شپه او ورځ په کور کې ناست یې، بې‌ښوونځي، بې‌تعلیمه؛ دا خپله ړندوالی دی.»

هغې وویل، چې له ډېرو نجونو سره په اړیکه کې ده او هغوی په پټه زده‌کړو ته دوام ورکوي: «نجونې په کورونو کې له زړو کتابونو سره یا له انټرنېټي کورسونو سره چې ډېر لږ ورته لاسرسی لري، بیا هم هڅه کوي چې نوي څه زده کړي. هغوی له دې کار څخه لاس نه اخلي.»

فاطمې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل، چې نړۍوال باید یوازې په خبرو بسنه ونه کړي، بلکې عملي ګامونه پورته کړي. هغې وړاندیز وکړ چې هغو نجونو ته دې بورسونه برابر شي چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري، د انلاین زده‌کړې فرصتونه دې رامنځته شي او نړۍواله ټولنه دې د افغان نجونو د اساسي حقونو په دفاع کې واحد دریځ خپل کړي.

نن څلور کاله کېږي چې د افغانستان زرګونه نجونې د زده‌کړې له حقه بې‌برخې دي. هغوی چې د راتلونکي د جوړولو هیلې یې درلودې، اوس د تیارو او نامعلوم برخلیک سره مخامخې دي.

د یادولو وړ ده، چې اوس تازه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د فایبر نوري انټرنېټ د بندولو امر کړی دی او په ځینو ولایتونو کې دا شبکه رښتیا هم تړل شوې ده. د څارونکو په باور، دا پرېکړه به د هغو نجونو پر انلاین زده‌کړو هم دروند اغېز وکړي، چې د ښوونځي له دروازو د تړل کېدو وروسته یې هڅه کوله له انټرنېټي کورسونو او پروګرامونو ګټه واخلي.

نور خبرونه

رادیو