د طالبانو مشر یو کال وړاندې د علماوو له شورا د ځیرک ټلیفونونو د بندېدو شرعي لاره غوښتې وه

۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده شاوخوا یو کال وړاندې په کندهار کې د علماوو له شورا ځانګړې غوښتنه کړې وه، چې د سمارټ یا ځیرک ټلیفونونو د بندېدو لپاره ورته یوه «شرعي لاره» پیدا کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د دې اقدام موخه د طالبانو پر ضد د خلکو تبلیغات، نیوکې او هغه خبرې بندول دي چې دغه ډله یې «فساد» بولي.

شنونکي ټینګار کوي، چې د دې پرېکړې تر شا اصلي موخه د خلکو د بیان د ازادۍ مخنیوی دی.

د دوی په باور، د طالبانو لوی مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده غواړي چې خلک د دوی پر وړاندې غږ پورته نه کړي، شکایت ونه کړي او د دوی د کړنو انځور نړۍ ته ونه رسوي. له همدې امله طالبان هڅه کوي، چې د سمارټ‌فون او انټرنېټ له لارې د خلکو د اړیکو لارې وتړي.

په کندهار کې یوې باوري سرچینې ویلي، چې د علماوو شورا ملا هبت الله ته نږدې یو کال وړاندې ځواب ورکړی وو، چې د سمارټ ټلیفونونو بندېدل ناشونې ده، ځکه خلک په دې برخه کې میلیاردونه ډالره پانګونه کړې ده.

د شورا د غړو په وینا، د ټېکنالوژۍ دا ډول پرېکون د خلکو ورځنۍ ژوند، سوداګري او تعلیمي برخې له لویو ستونزو سره مخ کوي.

سرچینې وایي، د علماوو د منفي ځواب وروسته هڅې پیل شوې چې انټرنېټ فلټر شي، تر څو هېڅوک د طالبانو پر وړاندې تبلیغات ونه شي کولی. خو د سرچینو په وینا، دا کار د طالبانو له وسه وتلی، ځکه د انټرنېټ فلټر کول پرمختللي تخنیکي وسایل، مسلکي انجنیران او ډېرې مالي سرچینې غواړي، کومې چې دغه ډله یې نه لري.

د معلوماتو له مخې، شاوخوا یوه میاشت وړاندې په کندهار کې پرېکړه وشوه چې د نوري فایبر خدمات باید لومړی بند او وروسته د مخابراتي شبکو انټرنېټ هم تر سختو محدودیتونو لاندې ونیول شي، څو خلک په اسانۍ سره نړۍوالو شبکو او د ټولنیزو رسنیو له لارې خپل نظر شریک نه کړي.

سرچینې زیاتوي، چې له کابل څخه د بېلابېلو ادارو پلاويو څو ځله د انټرنېټ د بندېدو د اقتصادي او ټولنیزو زیانونو په اړه د کندهار سپین‌ږیرو په ملتیا ملا هبت‌الله ته وضاحت ورکړی دی او دوی ټینګار کړی چې دا پرېکړه د خلکو ژوند، زده کړې او کاروبار سخت اغېزمنوي؛ خو ملا هبت الله یې خبرې نه دي منلې او پر خپلې پرېکړې ولاړ پاتې شوی دی.

د ځینو سرچینو په وینا، طالبان اوس پلان لري چې په دویم پړاو کې د سمارټ ټلیفونونو کارونه هم سخت محدود کړي.

د دې طرحې له مخې به داسې سخت شرایط ولګول شي چې خلک په خپله له ځیرک ټلیفونونو لاس په سر شي، یا به د کارونې لپاره یې درانه قانوني او تخنیکي شرطونه وټاکل شي او یا به یوازې ځینې ځانګړي کسان یې وکارولی شي.

د طالبانو دا ډول پرېکړې د خلکو پر ژوند ژور اغېز کوي، ځکه نه یوازې د ازادې څرګندونې حق محدودوي، بلکې د زده‌کړې، سوداګرۍ، روغتیايي خدمتونو او د نړۍ له نورو برخو سره د اړیکو ټولو برخو ته مستقیم زیان رسوي.

د شنونکو په وینا، د انټرنېټ بندېدل یوازې د پیل ټکی دی او که د سمارټ‌فون د بندېدو طرحه عملي شي، نو افغانستان به د ټېکنالوژۍ له نړۍ څخه په بشپړ ډول ګوښه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د نوري فایبر او انټرنېټ د پرې کولو په تړاو د طالبانو د مشر تصمیم نهايي دی او له کابل نه د ورغلي پلاوي خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې. د طالبانو مشر ویلي، چې دولتي ادارو او ډیپلوماتیکو استازځایونو ته د انټرنیټ ورکولو لپاره دې نوې کمپنۍ ایجاد شي.

په کندهار کې سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نوري فایبر او انټرنېټ د پرې کولو په تړاو د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده پرېکړه نهايي ده.

نور خبرونه

رادیو